د کوهستان اوسېدونکي: یوه میاشت وروسته به له قحط سره مخ شو

د فاریاب کوهستان یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو له درې میاشتو راهیسې ددغې ولسوالۍ لار د تګ راتګ پرمخ تړلې او دغې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو او نورو محصولاتو لیږدولو مخنیوی کوي.

په همدې حال کې د کوهستان ولسوالۍ مرکز یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې د دې لارې بندیدو له امله د خوراکي توکو بیه څو ځله لوړه شوې.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکي وايي، چې که حکومت له کوهستان ولسوالۍ د میمنې ښار ته  غځېدلې لار خلاصه نه کړي، نو د ژمي په رارسیدو او واورې له امله ددغې ولسوالۍ ارتباط د فاریاب مرکز ته تر شپږو میاشتو پورې د خلکو پرمخ تړل کیږي او اوسیدونکي به يې له قحطي او لوږې سره مخامخ شي.

هغوی د دې لارې د نه پرانیستلو له کبله  حکومت په بې پروايي تورنوي او ټینګار کوي، چې باید د ژمي له رارسیدو مخکې د کوهستان ولسوالۍ اوسیدونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ دوه اوسیدونکي عزت الله او عبیدالله وايي، چې همدا اوس یو من اوړه شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو بوره ۱۰۰ او همداسې د لومړني خوراکي توکو بيې خورا لوړې شوې دي.

دوی خبرداری ورکړ، چې که د یوې میاشتې په موده کې کوهستان ولسوالۍ ته خوراکي توکي و نه رسيږي، نو د واورو ورېدو له امله به يې لارې د شپږ میاشتو له پاره بنده شي او د یادې ولسوالۍ پر زرګونو اوسيدونکو  د انساني فاجعې رامنځ ته کېدو احتمالات زیات دي.

په همدې حال کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان او د کوهستان ولسوالۍ په لولاش سیمه کې قومي مشر سعادت سلام وطندارته وویل، چې وسله والو طالبانو وروسته له هغه د تګ راتګ لار وتړله او د خوراکي توکو مخه يي ونیوله چې درې میاشتې مخکې ددغې ډلې سلګونه کسانو د کوهستان پرمرکز برید وکړ خو د ولس په ملاټر امنیتي ځواکونو پرشا وتمبول او درنه مرګ ژوبله يي هم ورواړوله.

سعادت له سیمه ییز او مرکزي چارواکو غواړي، چې د کوهستان ارتباطي لار پرانیزي او که د دې لارې د پرانستلو توان نه لري، نو په دغې ولسوالۍ کې طالبانو ته د نفتي او خوراکي توکو مخه باید ونیسي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت ځای ناستی او امنیه قوماندان عبدالنبي الهام سره له دې چې وايي، طالبانو د څو پوستو په جوړولو سره میمنې ته د کوهستان لار تړلی ده، خو وايي، چې حکومت ددې لارې د پرانستلو له پاره ستر پروګرام لري.

د فاریاب سیمه ییز مسوولین وايي، چې طالبان له اقتصادي تحریم او پرولس فشار راوستلوسره هیڅ کله نشي کولی چې کوهستان ولسوالۍ ونیسي.

له ډې ټولو سره سره، د کوهستان ولسوالۍ سیمه ییزو مسوولین او قومي مشرانو پروینا، تراوسه پورې درې ناروغان او دوه امیندوارې میرمنې د لارې تړلو له امله مړې شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام