هلمندیو ښځو هم د سولې خېمه ودروله

په هلمند کې له وروستي خونړي موټربم چاودنې وروسته د نارينه‌وو ترڅنګ اوس ښځينه‌وو هم د سولې خېمه درولې.                       

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د غازي محمد ايوب خان لوبغالي مخې ته د تېرې جمعې ماښام موټربم برید د ۱۵ کسانو ژوند واخیست او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.   

د دغه بريد په غبرګون هلمندي وګړیو او  مدني فعالانو د پېښې پر ځای د سولې خېمه درولې چې نن له دغه بهير سره ګڼې هلمندۍ ښځينه هم همغږې او د نارينه‌وو خېمې ترڅنګ يې د سولې خېمه ودروله.

د هلمندي سوله غوښتونکیو  ښځو په ډله کې هغه مېرمن هم شته د وري درېیمې نېټې موټربم برید کې يې زامن او د ژوند ملګری وژل شوي دي.

دې ویرجنې مېرمنې سلام‌وطندار ته د خپل زړه درد  داسې څرګند کړ:«زموږ نازک – نازک شهيدان، زما پنځه بچيان او زما کوروالا په دغه جنګ کې ولاړل؛ د خدای او قران پرمخ، سوله وکړئ».

تر دې مخکې هلمندي سوله غوښتونکیو ځوانانو او مدني فعالانو ویلي و چې تر پنځو ورځو پورې کور پر کور ګرځي، خلک راټولوي او بيا د جګړې مرکزونو ته ورځي، طالبانو ته ورځي او د سولې دا غوښتنه مخامخ کوي.

له دې سره سم د دغه خوځښت غړي پرون ښار او د ولسواليو څنډو ته وتلي وو، پر موټرو يې د سولې شعارونه ځړولي او په لوډسپېکرونو کې يې د سولې غوښتنه کوله.

دغه ولسي حرکت چې درې ورځې يې پوره شوي په پام کې لري راتلونکې پنج شنبې هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندې ولسواليو ته په ورتلو له طالبانو مخامخ د سولې غوښتنه وکړي.   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام