په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د فعالیت لمن څومره پراخه ده؟

په کابل کې ټولې مخابراتي شبکې د بېلابېلو دلایلو له امله شپه او ورځ  فعالې دي، خو په زیاترو ولایتونو کې په تېره هغو ولسوالیو کې چې د دولت وسله‌والو مخالفینو تر نفوذ لاندې دي دا شبکې یا یوازې د ورځې له‌‌خوا فعاله دي او یا هم به بشپړ ډول بندې دي.

سلام‌وطندار د مخابراتي شبکو فعالیتونو څرنګوالي په موخه د ټول هېواد او د هرې ولسوالۍ په کچه اطلاعات راټول کړي دي.

مرکزي زون

لوگر ۷ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې ټولې مخابراتي  شبکې فعالې دي خو دغه شبکې یوازې په پل‌علم کې شپه او ورځ کار کوي. په نورو ولسوالیو کې یې د ناامنیو په سبب مخابراتي شبکې کار نه‌کوي. 

د لوګر ولایت د مخابراتو رییس عبدالرحمان ناصری ناامني په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د کار خنډ ګڼي خو وایي، د شبکو کار کارکوونکي د تېلو د غلا له‌پاره د شبکو فعالیتونو د شپې او یا د ورځې په اوږدو کې غوڅوي ترڅو هماغه اندازه سوند توکي په بارزار کې وپلوري.

بامیان ۷ ولسوالۍ لري. د ښه امنیت له امله مخابراتي شبکې په کې ۲۴ ساعته فعالې دي.  

میدان‌وردک ۹ ولسوالۍ لري، په دغه ولایت کې افغان‌‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ټي‌ان او سلام شبکې فعالې دي. خو د ناامنیو له کبله، له مرکز پرته په ولسوالیو کې یې ټولې مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا کار نه‌کوي. 

کاپیسا ۷ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌ ټي‌ان او سلام شبکې فعال‌دي. د ناامنیو له امله، مخابراتي شبکې د دغه ولایت په اله‌سای او تگاب ولسوالیو کې د شپې له‌خوا پرې کېږي او یوازې سلام  شبکه په ټول ولایت کې شپه او ورځ کارکوي.

پروان ۱۰ ولسوالۍ لري. په پروان کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې فعالې دي. له کوه‌‌ساپي او د غوربند له ځېنو سیمو پرته چې مخابراتي شبکې په کې بندیږي؛ په نور ولسوالیو کې یې د شپې او ورځې فعالې دي. 

پنجشیر ۸ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې فعالیت کوي.

کونړ ۱۵ ولسوالۍ لري. افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌ ټي‌ان و سلام شبکې په کې فعالې دي. یوازې د ولایت په مرکز کې افغان‌بیسیم او ام ټی‌ان شپه او ورځ کار کوي. دغه‌‌راز د ناامنیو له امله په چپه‌دره او ماڼوگی ولسوالیو کې افغان‌بیسیم او ام‌ ټي‌ان کار بند کړی دی.

دایکنډي ۸ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌ ټي‌‌ان و سلام شبکې فعالې دي. یوازې د دې ولایت په کجران ولسوالۍ کې د ناامنیو له امله مخابراتي شبکې کله ناکله کار نه‌کوي. 

لوېدیځ زون

هرات ۱۵ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ ټي‌ان، وصل، سلام او افغان‌تلیکام شبکې کار کوي.د دې ولایت په کشک‌‌کهنه، پشتون‌رزغون، شینډنډ، غوریان او گلران ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا بندېږي. 

فراه ۱۱ ولسوالۍ لري. فراه کې افغان‌بیسیم، روشن، سلام، ام ټي‌ان او وصل شبکې فعالې دي. د دغو شبکو له ډلې یوازې سلام شپه او ورځ کار کوي. په فراه ولایت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط‌ سلام‌وطندار ته وویل، سلام مخابراتي شبکې خپلو کارکوونکیو ته ویلي چې په هر ډول وضعیت کې دې شبکه فعاله وساتي.

غور ۱۰ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي‌ان، افغان‌تلیکام او سلام شبکې فعالېدي. دا شبکې په ناامنه ولسوالیو لکه شهرک، دولینه او پسابند کې کله ناکله کار نه کوي، دغه‌راز په تیوره ولسوالۍ کې له یوکال راهیسې هېڅ یوه مخابراتي شبکه فعاله نه‌ده. افغان‌تلیکام ته په چهارسده ولسوالۍ کې یوازې چارواکي لاس رسی لري او له ۶ کالو راهیسې بله هېڅ شبکه‌ په دې ولسوالۍ کار نه‌کوي. 

بادغیس ۶ ولسوالۍ لري، چې د ناامنیو له امله په قادس او ګلچین ولسوالیو کې مخابراتي شبکې ځېنې وخت فعالیت نه‌لري او څلور نورې ولسوالۍ یې په سراسري توګه د شپې او ورځې تر پوښښ لاندې دي.

د بادغیس ولایت د مخابراتو ریاست سرپرست سید قاسم یوسفي وايي، څه موده کېږي چې د دې ولایت په ناامنو ولسوالیو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو دستګاوې بندیږي.

نیمروز ۵ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌ ټي‌ان او سلام د ټول ولایت په کچه شپه او ورځ کار کوي.

شمال زون

بلخ ۱۵ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې د هېواد ټولې مخابراتي شبکې فعالیت کوي. خو دا شبکې د دې ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د شپې له‌خوا کار نه‌کوي یوازې روشن په دولت‌آباد ولسوالۍ د شپې له‌خوا هم فعاله ده.

کندز ۹ ولسوالی لري. په دغه ولایت کې ۵ شبکې یانې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ ټي‌ان او سلام فعالې دي او له دې ډلې یوازې سلام‌ شبکه شپه او ورځ کار کوي او ۴ نورې شبکې د ناامنیو له امله  د مازدیګر له ۴ د سهار تر ۵ کار نه‌کوي. دغه ډول سلام شبکه هم د ناامنیو له امله په کلای‌زال او دشت‌ارچي ولسوالیو کې هېڅ فعالیت نه‌کوي.

بغلان ۱۴ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ ټي‌ان او سلام شبکې فعالیت کوي او یوازې افغان‌بیسیم او سلام شبکې په ځینو ولسوالیو کې شپه او ورځ کار کوي خو نورې مخابراتي شبکې د ناامنیو په سبب ان په مرکز کې هم د مازدیګر له ۵ د سهار تر ۶ کار نه‌کوي.

بدخشان ۲۸ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې ټولې مخابراتي شبکې فعالې دي؛ له واخان ولسوالۍ پرته چې یوازې اتصالات په کې کار کوي. خو په دې ولایت کې نورې شبکې د ناامنیو له کبله په راغستان، کوهستان، وردوج او یمگان ولسوالیو کې د شپې له‌خوا کار نه کوي. د بدخشان ولایت د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د غرونو طبیعي ستونزې او د مخابراتي شبکو نه فعالیت له کله د تاجیکستان له مخابراتي شبکو کار اخلي.

سمنگان ۷ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې فعالې دي، چې په حضرت‌سلطان او ایبکو کې مخابراتي شبکې شپه او ورځ کار کوي.دغه‌راز په خرم، سارباغ، فیروز نخچیر، دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایان کې یوازې  روشن او ام‌ ټي‌ان شبکې فعالې دي او روی‌دوآب کې یوازې ام‌ ټي‌ان فعاله ده.

تخار ۱۷ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې  افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌ ټي‌‌ان او سلام شبکې فعالې دي. په دغه ولایت کې ټولې مخابراتي شبکې خوندي دي؛ خو یوازې اتصالات د ناڅرګندو لاملونو له‌مخې له دوو کالو راهیسې په فرخار او ورسج کې کار نه‌کوي.

سرپل ۶ ولسوالۍ لري. هلته افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ ټي‌ان او سلام شبکې فعالې دي او د ناامنیو له امله، په مرکز او ټولو ولسوالیو کې شبکې د مازدیګر له ۶ د سهار تر ۶  بندې وي چې یوازې سلام شپه او ورځ کار کوي. 

فاریاب ۱۵ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌‌ټي‌ان، افغان‌تلیکام او سلام شبکې فعالیت کوي. له افغان‌بیسیم او سلام پرته نورې شبکې د مازدیګر له ۵ د سهار تر ۵  په ټولو ولسوالیو بندېږي.

جوزجان ۱۰ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان‌بیسیم، روشن، اتصالات، ام‌‌ټي‌ان او سلام شبکې فعالیت کوي. له سلام پرته، نورې شبکې د ناامنۍ له امله، په قوش‌تپه، درزاب و اقچه کې د شپې له ۱۰ د سهار تر ۶6 بجو کار نه‌کوي.

سویل زون

کندهار ۱۶ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې ۵ مخابراتي شبکې فعالې دي. د دې ولایت په نیش، ریګستان او خاکرېز ولسوالیو کې ناامنۍ د دې سبب شوې چې هېڅ کومه مخابراتي شبکه فعالیت ونه‌کړي.

غزني ۲۰ ولسوالۍ لري چې په دغه ولایت کې هم افغان بېسيم، اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې فعالیت لري. د نا‌امنیو له امله د سلام او ام ټي‌ان شبکو پرته نورې ټولې شبکې په زنه‌خان، واغه، انډړ، قره‌باغ، اجرستان او ګیلان ولسوالۍ کې هېڅ ډول فعالیت نه‌لري.

په دې اړه د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د حکومت وسله‌وال مخالفین فکر کوي چې تل د مخابراتي شبکو له لارې پیدا کېږي نو ځکه يې مخابراتي شکو ته ګواښ کړی او فعالیت يې بندوي.

زابل ۱۱ ولسوالۍ لري. دغه ولایت ټولې مخابراتي شبکې فعالې دي خو په دایچوپان، خاک‌افغان او اتغر ولسوالیو کې د نا‌امنیو له امله یوه شبکه هم فعالیت نه‌لري.

هلمند ۱۵ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې هم افغان بېسیم، روشن. اتصالات، ام‌ټي‌ان او سلام مخابراتي شبکې فعالیت لري او له دې ډلې یوازې سلام شبکه د شپې او ورځې له‌خوا فعالیت کوي او پاتې نورې شبکې له څه مودې راهیسې د شپې له‌خوا فعالیت پرې کوي.

رزګان ۶ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله یوازې سلام شبکه فعاله ده او څه موده کېږي چې پاتې نورو شبکو خپل فعالیتونه درولي دي.

ختیځ زون

ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ لري. افغان بېسیم، روشن اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې په دغه ولایت کې فعالې دي. په دره‌نور، شېرزاد، حصارک، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د نا‌امنیو له امله مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا او کله هم ان د ورځې له‌خوا خپل فعالیت بندوي.

لغمان ۶ ولسوالۍ لري. افغان بېسیم، روشن اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې په دغه ولایت کې سراسري پوښښ لري خو هر وخت اتصالات او ام ټي ان شبکې خپل فعالیتونه بندوي.

پکتیا ۱۳ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت کې افغان بېسیم، روشن اتصالات، ام ټي‌ان او سلام شبکې له هر ډول ګواښ پرته سراسري پوښښ لري خو د چاپېریال ستونزې سبب شوې چې سلام شبکه په زرمت ولسوالۍ کې فعالیت ونه‌لري.

نورستان ۸ ولسوالۍ لري. دغه ولایت کې یوازې افغان‌بېسیم، روشن او سلام شبکې فعالیت کوي چې افغان بېسیم یوازې په وانت‌وایګل، نور‌ګرام او دواب او واما ولسوالیو کې فعالې دي او په کامدېش ولسوالۍ کې تراوسه هېڅ مخابراتي شبکه فعالیت نهذلري.

پکیتکا ۱۹ ولسوالۍ لري. په دغه ولایت افغان‌بېسیم، روشن اتصالات، ام‌ټي‌ان، افغان‌تیلیکام او سلام شبکې د شپې او ورځې له‌خوا فعاله دي خو د امکاناتو نشتوالي او چاپېریال ستونزې سبب شوې چې مخابراتي شبکې په ۱۰ ولسوالیو کې فعالیت ونه‌لري.

خوست ۱۳ ولسوالۍ لري. افغان‌بېسیم، روشن اتصالات، ام‌ټي‌ان او سلام شبکې په سراسري توګه د شپې او ورځې فعالې دي او هېڅ امنیتي ګواښ دغو شبکو ته متوجه نه‌دی.

په دې اړه افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند وايي د حکومت مخالفې وسله‌والې ډلې له څه مودې راهیسې د خلکو او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کولو په موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې پیداکړې دي او د دې په لټه کې دي چې مخابراتي پایې ویجاړې کړې.

د ښاغلي ځلاند په وینا، حکومت هم هڅه کوي په هرې شونې وسلې د پایو او مخابراتي مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

له دې ټولو سره سره د مخابراتي شبکو نه فعالیت او فعالیت بندیدو په اړه اندېښنې په ولایتونو او ولسوالیو کې له زیاتې مودې راهیسې د وطنوالو ترمنځ وې خو اوس دا ستونزې د بېلابېلو لاملونو له کبله پر خپل ځای دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام