
د جوزجان د چاپېرال ساتنې ریاست د پلان مدیر جاوید دوستي وایي چې پهدې ولایت کې یې د جل په نوم له ۱۰ زرو نه د ډېرو مرغیو د قاچق مخه نیولې ده.
ښاغلی دوستي زیاتوي، قاچاقیانو غوښتل دا مرغۍ لومړی کابل او بیا پاکستان ته ولېږدوي. د ده په وینا، دا مرغۍ په مرور د وخت سره نیول شوې او بیا په یوه کور کې ـ چې په دښته کې یې موقعیت لرلو ـ ساتلې شوېوې.
د ده په وینا، که د مرغانو ښکار او قاچاق همداسې دوام وکړي؛ نسل به یې ورک شي.

دوه جوزجانیان احمد مسیح او سید عنایت الله سلام وطندار ته وویل، د مسوولانو بېغوري له امله بهر ته د ناویاته مرغانو قاچاق زیات شویدی.
دوی وایي، اوس دلته د باز، باښې، مینا، مړز او جل نسل د ورکېدو په حال کې دی ځکه چې ښکار یې زیات شویدی.
پخوا رسنیو داسې راپورونه خپاره کړيوو چې وایي عربان د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې ناویاته مرغان ښکار کوي.





