
هرات کې د لومړي ځل لهپاره یو شمېر مېرمنو له افغان امنیتي ځواکونو نه په ملاتړ او قدردانۍ هغوی ته د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ.
د هرات د ښځو چارو رییسې انیسې سروري ـ چې دې کمپاین کې یې ګډون کړی ـ وايي، سره لهدې چې دغه ډول پروګرامونه د امنیتي ځواکونو د ټپیانو ژوند ژغوري؛ د جګړې ډګر کې د افغان ځواکونو جنګي روحیه هم لوړوي.
د هرات د ښځو چارو رییسه له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو غواړي، د امنیتي ځواکونو له قربانیو څخه د قدردانۍ لهپاره خپلو امنیتي ځواکونو ته خپله وینه ډالۍ کړي.
ښاغلی سروري زیاتوي، د لا زیاتې وینې راټولولو لهپاره یې په ټولو غږ کړی او د دغه کمپاین په لومړۍ ورځ یوازې د هرات د ښځو چارو ریاست کارکوونکي وینه ورکوي او وروسته د یو شمېر نورو ادارو او موسسو مېرمنې هم دغه کمپاین کې ګډون وکړي.

مېرمن اسما ـ چې امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکولو لهپاره د هرات زېږنتون ته راغلې ـ وايي چې دوی د امنیتي ځواکونو احسانونه نهشي هېرولی او په همدې پار راټول شوي چې هغوی ته وینه ډالۍ کړي.
د هرات د وینې بانک امر ډاکتر فرهاد ترابي وايي، راټوله شوې وینه به اړو کسانو په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته ورکړل شي.
د ده په خبره، په هرات کې ۱۲۰ پاکټه خصوصي روغتونونو په میاشت کې دوه ځلې حتمي د ۲۰۷ ظفر قلاردو قوماندانۍ سره د وینې مرسته کوي.
هرات کې امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکولو کمپاین ترسره کوونکي وايي، دغه پروګرام د روانې اوونۍ تر پایه د هرات حوزوي روغتون کې دوام پیدا کوي او د هرات اوسېدونکي په ځانګړې توګه ښځې خپله وینه لهدې لارې امنیتي ځواکونو ته ورکولی شي.





