غزني کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

د غزني ولایتي روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو تشخیص او درملنې څانګې مخې ته لسګونه ښځو لیکې جوړې کړي او د خپلو ماشومانو درملنې په تمه دي.

دغه ښځې چې غزني کې په بې‌وزله کورنیو پورې تړاو لري وايي، خپلو ماشومانو ته اړین خواره نه‌شي چمتوو کولی.

یوې مېرمنې وویل، ماشوم یې خوارځواکی شوی او ډاکترانو ورته ویلي د ماشوم وزن یې کم دی او باید د تغذیې او درملنې لاندې یې ونیسي.

د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکتر ظاهرشاه نیکمل سلام‌وطندار ته وايي، دې وروستیو کې دغه ولایت کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې، خو هغه د دغې ناروغۍ پر وړاندې د تدابیرو خبره ورکوي.

دی وايي، تېرکال یې د ۲۰۰۰ خوارځواکو ماشومانو درمنله کړې ده.

د یاسین بیات په نوم یوبل ډاکتر وايي، خوارځواکي ماشومان کمزوري کوي او ان د هغوی د ذهني وروسته پاتې کېدو لامل کېږي؛ نو کورنۍ دې دغه ستونزه جدي وګڼي او ماشومانو ته دې پام وکړي.

د روغتیايي مسوولانو په وینا، ناسم خواړه، د میندو له لوري د پاکوالي نه مراعتول، بې‌وزلي، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د کورنیو نه پوهاوی لامل کېږي ماشومان خوارځواکي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام