د غور مدني فعالانو زندانيانو ته سلګونه جلده کتابونه ورکړل

ا

د غور ولايت يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دې ولايت زندانيانو ته  شاوخوا ۵۰۰ کتابه د لوست د فرهنګ د دودلو په موخه ووېشل.

په يادو ورکړل شويو کتابونو کې ديني، حقوقي، فلسفي او د ټولنپوهنې اړوند کتابونه شامل دي.

مدني فعال محمدحسن حکيمي ښوونې او روزنې ته لاس‌رسی د هر وګړي حق ګڼي او زندانيانو ته د کتابونو له وېشه يې موخه د زندانيانو د پوهې د کچې لوړول دي.

د غور د مدني ټولنې مسوول محمدوزیر نوراني وايي چې هڅه کوي له دې لارې د ځوانانو او زندانیانو د پوهې کچه لوړه کړي، ټولنيز عدالت پلی شي او وکولای شي بشري حقونو ته لاس‌رسی پيدا کړي.

 د غور د مرکزي زندان بنديانو د دې ولايت د مدني فعالانو او ځوانانو په دې کار خوښي وښودله او دا کار يې د خپلې پوهې لوړېدا لپاره ګټور وباله.

د فېروزکوه د زندان مدير دل‌اغا عادل په ياد زندان کې د معياري کتابتون له نشته شکايت کوي. نوموړی وايي، ستونزمنه ده چې له معياري کتابتون پرته د زندانيانو د پوهې کچه لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کورنيو چارو وزارت اعلان کړی و زندانيانو ته د کتاب د ورکړې او د لوست د فرهنګ دودلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي چې له مخې به يې هر زنداني يو سل مخيز کتاب لولي او د ياد کتاب په اړه به لس دقیقې معلومات وړاندې کوي چې دا کار به يې شپږ ورځې د زندان موده کمه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام