د جنسي تېري ادعا؛ حکومت یې د څېړلو لپاره جاغوري ته پلاوی ولېږه

د جاغوري ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو پرون ادعا وکړه چې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان او جنايي امر دوو ساتونکو پر دوو ښځو جنسي تېری کړی دی. ملي امنیت شورا نن اعلان وکړ چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یې غزني ته پلاوی لېږلی دی.

ملي امنیت شورا ویلي، د ملي امنیت شورا دفتر د یاد پلاوي مشري کوي او د عسکري جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالي، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ملي امنیت او د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست استازي یې غړي دي.

د جاغوري لسګونو اوسېدونکو له یادې ادعا وروسته د ولسوالي د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ. د معترضانو اعتراض په تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې یو کس ووژل شو او ۵ نور ټپیان شول. معترضانو ادعا کړې چې یاد دوه سرتېري یې پر دوو ښځو د جنسي تېري پر مهال نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت پرون د یادې ولسوالي دوه امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون وویل چې دواړه تورن سرتېري یې نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

د ولسمشر سلاکار شاه‌حسین مرتضوي هم پرون جاغوري ولسوالي ته د پلاوي استول کېدو خبر ورکړی و. د پېښې عیني شاهدان وايي چې د خلکو د اعتراض پر مهال یو کس وژل شوی ۱۰ نور ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام