
د رڼو ټاکنو بنسټ مسوولین وايي، چې د دوی د څېړنو پر بنسټ د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوي له بدلیدو وروسته، د کمیسیونونو ټول دفتري وسایل، فرنیچر، کمپیوټرونه او حقوقي سندونه غلا شوي دي.
د یاد بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده، چې د چهار شنبې ورځ خبري غونډه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو پر وړاندې جدي ستونزو په اړه خبري کولې د پورته خبرو د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې او حکومته وغوښتل، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کیدو لهپاره د هر ډول سیاسي لاسوهنې او درغلیو مخنیوي په برخه کې هڅې وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دا موضوع باید د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوی په جدي توګه وڅیړي.

دغه راز، ښاغلي ایوب زاده د ټاکنو کمیسیون کې د اخلاقي فساد یادونې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې دا مسئله باید په جدي توګه وڅیړل شي.
د دغه بنسټ یوشمیر نور غړي وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمیر غړي د ټاکنو له فني وسایلو سره سیاسي چلند کوي.
د رڼو ټاکنو بنسټ ویاندې صغرا سادات وویل، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي باید د ټاکنیز سمون لهپاره عملي پروګرام پلی کړي.
د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نیټه او د رایې ورکونکو نوملړ او ټاکنیزې حوزې اعلان کړي.
و موغوښتل په دې اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو نظر هم ولرو خو بریالي نه شولو.





