د ۲۲ میلیونه نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د «زرغونول او سوله» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل په بادام باغ کې پیل کړ.

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس رفېع قاضي‌زاده وایي، د نیالګیو کېنولو او نیالګیو وېشلو دغه کمپیان د هېواد زرغونولو په موخه پیل شوی دی. 

د قاضي‌زاده په وینا، دوی سږ کال شاوخوا ۲ میلیونه او همکارو بنسټونو یې له ۲۰ میلیونه ډېر نیالګي چمتو کړي دي.

د کرنې وزیر نصیراحمد دراني د دغه کمپیان د پیل پر مهال وویل چې دا به د هېواد په زرغونولو او د هوا ککړتیا په راکمولو کې مهم ګام وي.

د کرنې وزیر د کابل شنه کمربند پروګرام په اړه وویل چې دغه لس کلن پروګرام پر لس زره هکټاره ځمکه د نیالګیو کېنولو په موخه طرح شوی چې سږ یې دویم کال دی.

د دراني په وینا، تر اوسه د کابل ښار د بېلابېلو سیمو پر ۱۵۸۸ هکټاره ځمکه ۵۲۴ زره نیالګي کېنول شوي دي.

 

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله چې دغه کمپاین ته ورغلی و وايی، د ملي یووالي حکومت د تېرو حکومتونو په پرتله کرنې ته ډېر پام اړولی او په دې برخه کې زیاته پانګونه شوې ده.

د کرنې وزارت هر کال د نیالګیو کېنولو په موخه پروګرامونه جوړوي، خو د اندېښنې خبره دا ده چې د کېنول شویو ونو سمه ساتنه نه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام