
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یو سړي خپله اومینداوره مېرمن د دې له پاره په دار ځړولې، چې د ده له اجازې پرته پلار کورته تللې وه.
پېښه د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ په بلمیسن سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بادغیس ولایتي شورا غړی بهاءالدین قادسي سلام وطندار ته وویل، چې وژل شوې مېرمن ۳۰ کاله عمر درلود او څلور بچي ترې پاتې شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهان د پېښې په تایید سره وايي، چې دغه مېرمن تېره شپه ناوخته وژل شوې ده.
د والي د ویاند پر وینا، د وژل شوې مېرمنې مېړه له پېښې وروسته تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.





