د پروان سېلابونه؛ ۸۷ ماشومان مړه او ۸۵ يتيمان شوي

د پروان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي، په دې ولايت کې د وروستيو سېلابونو  له کبله ۸۷ ماشومان مړه شوي او ۸۵ نور بيا يتيمان شوي دي.

د یاد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس وکیل‌احمد سهیل د ياد وزارت د سرپرست په حضور کې نن په يوه خبري ناسته کې وويل، له ۸۵ يتيمو ماشومانو د ۵۷ ماشومانو يا پلار مړ شوی او یا هم مور مړه شوې ده او د ۲۷ نورو بيا مور او پلار دواړه مړه شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشیراحمد ته‌ینج پروان ولايت ته په خپل سفر کې له غبار شمال خصوصي ښوونيز مرکز سره يوه هوکړه لاسليک کړه چې له مخې به يې ۲۰ بې سرپرسته ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي.

 ته‌ینج وايي، راتلونکو ورځو کې به بې سرپرسته ماشومانو سره نورې مرستې هم وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پروان ولايت مرکز چاریکارو ښار کې د سېلابونو له کبله له  د ماشومانو په ګډون له ۱۰۰ دېر کسان ووژل شول او له ۱۲۸ ډېر ټپيان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام