افکک په نوې بڼه د اداري فساد پر ضد مبارزه پیل کړه

د فساد پر ضد مبارزه کې د افغانانو د همغږۍ ادارې یا افکک اجرایوي رییس صداقت‌علي رضا نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د فساد پر ضد مبارزې په موخه یې په نوې بڼه کمپاین پیل کړی دی.

یاد بنسټ خپل کمپاین د «صفر افغانۍ» په نوم نومولی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کمپاین په تجربوي بڼه لومړی په کابل او ننګرهار کې پیل شوی چې په ترڅ کې یې د خپلې خوښې کارکوونکي کسان هڅوي چې دولتي خدمتونه باید له بډو پرته ترلاسه کړي.  

د ده په وینا، په دغه کمپاین کې هغه خلک هڅول کېږي چې نه یوازې بډې نه ورکوي، بلکې د فساد پر ضد مبارزه هم کوي او هغه کسان افشا شي چې په ادارو کې بډې اخلي.  

د دغه بنسټ یوه بل غړي احسان‌الله حکمت وویل چې د مدافع وکیلانو د لرلو ترڅنګ یې، د صفر افغانۍ کمپاین په ځانګړې تبلیغاتي او معلوماتي پاڼه کې خپلې شمېرې هم لیکلي چې خلک د فساد د نښو په لیدو ورسره اړیکه ونیسي.

د نوموړي په وینا، ډېر کسان له قانونه ناخبره دي؛ نو د دوی مدافع وکیلان به ورته قانوني حل لارې وړاندې او تر هغې وروسته، که کومه دعوا رامنځ‌ته کېږي، د محکمې له لارې یې دوی حل کوي.

که څه هم افغانستان سږ کال د فاسدو هېوادونو په نوم‌لړ کې پنځمې درجې ته لوړ شوی، خو لا هم هېواد د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي.

اړوند مطالب:

«د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون دې په رښتینې مانا خپلواک شي»

د «مېک» راپور: په کورنیو چارو وزارت کې فساد

د جوزجان په پوهنې ریاست کې میلیوني فساد

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام