د ولسي‌جرګې د یوې غړې مېړه د پروان د سبزیجاتو پروسس کارخانه غصب کړې

د چاریکارو د سبزیجاتو کارخانه د افغان حکومت، کاناډا دولت او د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې ترمنځ د یوې هوکړې پراساس په ۱۳ جریبه دولتي ځمکه کې په ۱۳۸۳ کال کې د چاریکارو ښار په شمال خوا کې جوړه شوې او فعالیت یې پیل کړی.

خو دغه کارخانه له دوو کلونو فعالیت وروسته په کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له‌امله له فعالیته ولوېده.

داسې لاسوندونه سلام‌وطندار ته رسېدلي چې د ولسي جرګې غړې سامعه عزیزي مېړه د دې کارخانې ټوله ځمکه غصب کړې ده.

۲۱۳ ګڼه لاسوند په ۱۳۹۶/۰۷/۲۰ نېټه د پروان ولایت مقام د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې ته لیکلي دي د چاریکارو د سبزیجاتو د پروسس کارخانه چې ټولټال په ۱۳ جریبه دولتي ځمکه کې اباده شوې په ناقانونه توګه د ولسي‌جرګې د یادې غړې د مېړه له‌خوا غصب شوې ده.

د ولسي‌جرګې غړې سامعه عزیزي سادات د ځايي چارواکیو څرګندونې ردوي او وايي، دغه کارخانه یې غصب کړې نه ده؛ بلکې د زورواکو له‌خوا د کارخانې د غصب مخنیوی یې کړی دی.

د پروان ولایت د ځمکو ادارې رییس عبدالحمید امیري وايي، د دې ولایت د کلیو او پراختیا ادارې پخوانی رییس او د دغې کارخانې اجرایوي مدیر عبدالواسع عزیزي د خپلې مېرمنې سامعې عزیزي په ملاتړ کارخانه غصب کړې او بیا ځلي یې فعاله کړې ده.

د عبدالحمید امیري په خبره، دغه کارخانه په دولتي ځمکه کې اباده شوې او عبدالواسع عزیزي هېڅ داسې کوم معتبر قانوني لاسوند نه لري چې ثابته کړې دغه ځمکه د ده خصوصي ملکیت دی.

د پروان والي محمد عاصم عاصم سلام‌وطندار ته وویل، د دې کارخانې ځمکه د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې ملکیت دی او د دغې ادارې له‌خوا د کارخانې له‌پاره ځانګړې شوې ده.

د پروان والي وايي:«د دې کارخانې د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت د کاناډا دولت او د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې له‌خوا د بلاعوضه مرستو څخه ورکول شوی او ۴۰ سلنه پاتې لګښت یې یو انګلیسي بنسټ ورکړی دی؛ دغه راز ځمکه یې دولتي ده.»

خو د سبزیجاتو پروسس کارخانې اجرایوي مدیر عبدالواسع عزیزي ټینګار کوي د پروان والي هېڅ داسې لاسوند نه لري چې ثابته کړي د دغې کارخانې ځمکه دولتي ده. د ده په باور د چاریکارو د سبزیجاتو پروسس کارخانه خصوصي ملکیت دی نه دولتي.

د ولسي‌جرګې غړې سامعه عزیزي سادات د ځايي چارواکیو څرګندونې ردوي او وايي، دغه کارخانه یې غصب کړې نه ده؛ بلکې د زورواکو له‌خوا د کارخانې د غصب مخنیوی یې کړی دی.

د پروان ولایت د سبزیجاتو پروسس کارخانه له دوو کلونو کار وروسته د ناامنیو د ګواښ له‌کبله یې فعالیت ودرېد او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام