
په بغلان کې د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو سبستیشن کار پېل شو، چې له جوړيدو وروسته به يې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوي مخه هم ونیول شي.
د انرژي او اوبو وزارت یوه چارواکي انجینر عبدالبشیر سلام وطندارته وویل، چې د برېښنا دغه سبستیشن د کابل د برېښنا پیاوړتیا لهپاره د پلخمري په خواجه الوان دښته کې د ترکمستان په مرسته جوړیږي.
د انجنیر بشیر پروینا، کله چې کابل ته د تاجیکستان او اوزبېکستان وارداتي برېښنا له ستونزو سره مخ شي د مرستندویه سبستیشن په توګه عمل کوي، چې کابل ښاریان بېبريښنا نهشي.
نوموړي زیاته کړه، چې" دغه سبستیشن ۵۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، چې دا د ګاونډي هیواد ترکمنستان وارداتي ه بريښنا ده او ددغه سبستیشن لګښت د اسیا پراختیايي بانک پرغاړه اخیستی".

هغه وايي، دغه سبستیشن ځکه جوړیږي، چې د کابل بریښنا ۲۲۰ کیلو ولټه ده او پر وینا يې که کومه ستونزه پیدا کړي یاهم د لارې په اوږدو کې پرې شي د یو مرستندویه سبستیشن په توګه مرکز سره نښلي چې په دوامداره توګه به کابل بریښنا ولري او د کابل خلک بېبریښنا نه شي.
په همدې حال کې د بغلان والي عبدالستار بارز یاده پروژه د هیواد لهپاره مهه بولي او وايي، چې دغه سبستیشن د بغلان او ګاونډیو ولایتونو بریښنا سربیره د کابل بریښنا هم په دوام داره توګه تامینوي.
د بغلان چارواکو پروینا، تمه کیږي چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو بل سبستیشن ګټې اخسیتنې ته وسپارل شي.
د دغه سبستیشن کار درې کاله وړاندې پیل او لګښت یې ۱۸ میلیونه ډالر اټکل شوی.





