
د کوچیانو د انسجام رییس دلاور فیضان په کابل کې د کوچیانو سراسري شورا د جوړېدو په مراسمو کې وویل، د افغانستان کوچیان له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو اترو، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش او ټاپي پروژې ملاتړ کوي.
د ښاغلي فیضان په خبره، حکومت باید ژرترژره د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر پيل کړي. دی وايي، که برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شي نږدې ۳ میلیونه کوچیان به پېژندپاڼې واخلي.
فیضان زیاتوي، که حکومت د مالدارۍ په برخه کې د کوچیانو ملاتړ وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي له دې لارې به زیات عواید دولت ته ورټول شي.
د بادغیس د کوچیانو استازي دولت خان له حکومت وغوښتل چې د کوچیانو لهپاره روغتیايي مرکزونه او ښوونځي جوړ کړي.
د هېواد د څلورو زونونو د کوچیانو استازو او د کوچیانو رییس له حکومته وغوښتل چې په کابینه کې دې کوچیانو ته ونډه ورکړل شي.





