
د باميانو امنيتي مسوولان وايي چې د ياد ولايت یکهولنگ ولسوالۍ کې يوه زوم خپله خواښې وژلې ده.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند رضا یوسفي سلاموطندار ته وويل، دا پېښه دوه ورځې وړاندې د يکهولنګ ولسوالۍ «بکک» سيمه کې شوې چې د پېښې له کبله د پوليسو له لوري د وژل شوې ښځې زوم او دوه نور کسان نيول شوي او تر نظارت لاندې دي.
خو يوه امنيتي سرچينه د نوم نه خپراوي په شرط سلاموطندار ته وايي چې د «قلعهنو» د «بکک» د سيمې ښځو خپلو کې سره د عاشورا د نذر پر سر شخړه کړې چې وروسته شخړه کې سړي هم شامل شوي.
سرچينې زياته کړه، د وژل شوې مېرمنې زوم په خپلو اظهاراتو کې ويلي چې خواښې يې رواني ناروغي درلوده او خپله يې پر تيږه خپل سر وهلی دی.
د باميانو امنيتي مسوولان وايي، يادو کورنيو له دې وړاندې هم خپلو کې سره شخړې کړې وې.





