هېواد کې د کورونا ۶۵۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۱۵۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۶۵۸ هغو پایله مثتبه ختلې ده. د دغه شمېر له ډلې ۲۳۷ یوازې په کابل کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په دې سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښتو شمېر ۱۱ زرو او ۸۳۱ کسانو ته ورسېده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا یو اخته کس مړ شوی او ۳۱ نور بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۲۰ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، مړه شوي او ۱۱۲۸ نور بېرته ښه شوي دي.

په نړۍ کې بیا له ۵ میلیونه او ۶۰۶۹۹۹ کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۳۴۸ زرو ډېرو خپل ژوند بایللی او له دوه میلیونه او ۳۸۳ زرو ډېر بېرته رغېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام