
په کندوز کې مدني فعالان وایي، په جګړه کې ښکیلې غاړې بشري موازینو ته درناوی نه کوي، چې له همدې بې پروايې او ناغېړیو له وجې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندوز کې په لسګونو مدني فعالانو د شنبې په ورځ " د ملکي وګړو وژنه بنده کړئ" تر عنوان لاندې اعتراضیه غونډه وکړه.
دغه اعتراضیه غونډه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د۳۰ ملکي وګړو په غبرګون کې ترسره شوه.
د مدني فعالانو په اعلامیه کې راغلي، چې د کندوز په دوه ځلي سقوط کې، هم دولت او هم وسله والو مخالفینو دعامو خلکو د ژوند په خوندیتوب کې بې پروایي کړې، چې د دې جګړو په ترڅ کې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او نیږدې ۱۰۰۰ تنه نور تپیان دي.
د کندوز یوه مدني فعاله لیدا فرحت شیرزاد وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه او نړېوال مرستندویه پوځيان باید د خپلو عملياتو پر مهال له پوره دقت څخه کار واخلي.
په همدې حال کې راپورونه وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په وروستیو هوایي بریدونو کې د تلفاتو شمېر زیات شوی .

د کندوز ښار د "بوز کندهاري" کلي اوسیدونکی محمد ایوب وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکي وګړی وژل شوي دي.
دی له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې ددې پېښې عاملین محاکمه کړي، کنه د کندوز اوسیدونکي به له دولت سره پریکون وکړي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د ملکي تلفاتو په اړه د خفګان په څرګندولو سره وایي، چې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی و او پر افغان ځواکونو یې ډزې کولې، چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د طالبانو د څو نامتو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمیر وسله وال هم وژل شوي دي .
دولت وزیر وایي، چې د دې پیښې د کره څیړنې په موخه دب وزې کندهاري سیمې ته پلاوی استول شوی دی.
بوزې کندهاري د کندوز ښار له شمالي کلیو څخه دی، چې له دوو کلونو په زیاته موده کې د طالبانو تر واک لاندې و.





