په افغانستان کې اوس هم رسنۍ له ناوړه حالت سره مخ دي

 

د می۳مه، چې د غوايي میاشتې له ۱۴ مې سره سمون لري" د مطبوعاتو نړېواله ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
دا ورځ نن  کابل کې د رسنیو استازیو او د حکومت لوړ پوړیو چارواکیو هم و نمانځله.

نمانځغونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکیو وویل، چې په افغانستان کې هر کال د مطبوعاتو نړیواله ورځ د ځانګړي شعار لاندې نمانځل کیږي، چې سږ کال شعار "معلوماتو ته لاس رسی او بنسټیزې ازادۍ ستاسو حق دی" ټاکل شوی.

د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) اجرایوي رییس عبد المجیب خلوتګر جوړې شوې غونډې ته وویل، له زیاتو هڅو سره – سره بیا هم حکومت نه دی توانېدلی، چې په افغانستان کې د وینا ازادۍ وضعیت ښه او د خبریالانو ستونزې هوارې کړي.

خلوتګر زیاته کړه، چې زیات خبریالان اوس هم پر امنیتي او مالي ستونزو سربېره، د هغو کسانو له لاسوهنو سرټکوي، چې د حکومت دننه د وینا ازادۍ پرضد خنډ ګرځي.

د خلوتګر پر وینا، اوس مهال په افغانستان کې  ۱۲۰۰۰ خبریالان په کار بوخت دي، چې ۲۵۰۰ يې ښځينه دي.

دوی  په ۲۴۰ چاپي ۱۷۰ راډيو ګانو او شاوخوا ۶۰ ټلویزیونونو کې کار کوي.

د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۹ میاشتو کې د امنیتي او اقتصادي ننګونو له امله، ۳۰۰ خبریالان اروپايي هېوادونو ته تللي، چې ۵۰ یې ښځينه وې.

اخوا د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې رسنۍ د اطلاعاتو په نشرولو کې ازادې دي.

نوموړي زیاته کړه، هېڅ بنسټ حق نه لري، چې پر رسنيو فشار راوړي او یا ورته ګواښونه وکړي.

هغه وویل، چې تر اوسه خبریالانو ته زیات کار نه دی شوی او له دې وروسته که هر خبریال له خپل ځانه وړتیا ښي باید په مډالونو و نازول شي.

له بل لوري د زورواکیو او وسله وال طالبانو ګواښونه هغه څه دي، چې یو شمېر افغان خبریالان د خپل رسنیزو چارو پرمهال تل ترې شکایت کوي.

همدارنګه چارواکي د مالي چارو په اړه معلومات پر وخت له خبریالانو سره نه شریکوي.

په دې اړه خلیل الرحمن امید یو تن خبریال وویل، چې خبریالان په خپلو دفترونوکې هم ستونزې لري، ځکه یو شمېر دفترونه دومره تنخوا نه ورکوي، چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پرې برابره کړي.

همدارنګه یوې بلې خبریالې زرغونه صالحي وویل، چې ښځينه خبریالانې هم بېلابېلو ستونزو سره مخېږي، ځېنې وخت د ټولنې او یا هم د دولتي سرچینې له ناوړه عکس العمل سره مخېږي.

خو یو شمیر خبریالان بیا وايي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د وینا ازادۍ دومره پرمختګ کړی، چې پر وینا یې، د سیمې یو شمېر هېوادونه دې کچې ته نه دي رسېدلي.

دغه راز، د مطبوعاتو نړيوالې ورځې په مناسبت د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې سناتورې، انار کلي هنریار د خبریالانو په اوسني وضعیت اندیښنه څرګنده او زیاته یې کړه، چې سږ کال له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي.

دې د خبریالانو کار کړنې او سرښندنې وستایلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام