
د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرازق احمدي وايي، د دغه ولایت ښوونځي ۴زره ښوونکیو ته اړتیا لري خو پوهنې وزارت یوازې د ۱۵۰۰ قراردادي ښوونکیو لهپاره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.
عبدالرازق احمدي خبرداری ورکوي که د اړتیا سره سم زیات شمېر ښوونکي ونهګورل شي ۱۵۰ زره زدهکوونکي به له زدهکړو محروم شي او لسګونه ښوونځي به وتړل شي.
د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل وايي، دا ستونزه یوازې په هرات پورې منحصر نه ده؛ د مالي ستونزو له کبله په نورو ولایتونو کې هم د قراردادي ښوونکیو شمېر راکمیږي.
دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې یوه اوونۍ مخکې د ادرسکن ولسوال محمد مودود چشتي ویلي و په دې ولسوالۍ کې د ښوونکیو نه موجودیت له امله ۲۸ ښوونځي تړل شوي دي.





