
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین کمال سادات نن په کابل کې د «ځوانانو ناقانونه کډوالۍ» تر نوم لاندې غونډې ته وویل چې دغه وزارت د امنیتي بنسټونو په مرسته اروپايي هېوادونو ته د ځوانانو نامنظمې کډوالۍ مخنیوي په موخه د جعلي پاسپورټونو وېش یوشمېر شرکتونه بند کړي دي او مسوولان يې نیولي دي.
د ښاغلي سادات په وینا، دغو شرکتونو د قاچاق وړونکیو په مرسته د دروغو او تبلیغاتو پربنسټ بېانګېزې او زړه تورو ځوانانو ته شنه او سره باغونه ښودل او په دې توګه یې غولول.
په ورته وخت کې غونډې ته د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت معینې ډاکترې عالمې وویل، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې له افغانستانه د نامنظمې کډوالۍ بهیر زیات شو، وزارت د دغه بهیر مدیریت لهپاره یو لړ اقدامات وکړل چې په دې برخه کې ناوري او ډنمارک هېوادونو دغه وزارت ته طرحه لېږي چې پربنسټ يې په کابل کې پناغوښتونکیو او بې سرپرسته ماشومانو ته لږ تر لږه یو پناه ځای جوړ او د افغان ماشومانو کډوالو مخنیوی وشي.

د مېرمن عالمې په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې اروپا غوښتل چې ۸۰ زره افغان پناغوښتونکي هېواد ته ستانه کړي خو دغه وزارت د کره مدیریت سره وتوانید چې د افغان پناغوښتونکیو بې مورده ایستلو مخه ونیسي.
د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزار مسوولان وايي، داسې پروګرام يې جوړ کړی چې لهمخې به يې د زیانمنونکیو کسانو لکه ماشومانو، ښځو، بې سرپرسته، سپین ږیرو او ناروغانو جبري راستنولو مخه ونیسي.
د شمېرو پر بنسټ د ۲۰۱۸ په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان هېوادونو او ۱۲۰۰ له اروپايي هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې د زیات شمېر کډوالو لرونکی دویم هیواد دی او د افغانستان له هرو څلور وګړو یو يې د کډوالۍ یا پناغوښتنې مزه لیدلې ده.





