په غور کې لومړۍ څارنوالې کار پېل کړ

غور هغه ولایت دی، چې پخوا په‌کې هیڅ ښځينه څارنوالانې نه وې، خو اوس د لومړي ځل له‌پاره یوې مېرمنې په دغه ولایت کې دنده پېل کړه.

او دغه څارنوالۍ وروسته له هغه کار پېل کړ، چې سلام‌وطندار  په غور ولایت کې د ښځینه څارنوالانو د نشتوالي په اړه راپور چمتو کړ.

عبیده شرر لومړۍ میرمن ده، چې په دغه ولایت کې  د لویې څارنوالۍ له خوا له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه  ددغه ولایت استیناف څارنوالې په توګه وګومارل شوه.

میرمن شرر چې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د قضا برخه کې یې زده‌کړې کړي ژمنه وکړه، چې عدالت ته د میرمنو لاسرسي او له ښځو سره د تاوتریخوالي دله منځه وړلو په برخه کې به جدي هڅې وکړي.

د غور د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالمعروف فایق وویل، چې دوی پخوا له زیاتو ستونزو سره مخ و او د ښځو دوسیې د نارینه څارنوالانو له خوا څیړل کیدې، خو اوس به  د څارنوالې په توګه د یوې میرمنې ګومارنه دغه ستونزه حل کړي.

دغه راز، د غور یو شمیر ښځینه مدني فعالانو هم له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوې څارنوالې په توګه د عبیدې شرر ګومارنه وستایله.

د غور دوه تنه مدني فعالانې شهلا او فریده ناصري سلام وطندار ته وویل، چې مخې له‌دې عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځینه وو ستونزې زیاتې وې، ځکه د دوی پر خبره، کله چې یوه میرمن وهل کیږي نشي کولی چې دا قضیه یو نارینه څارنوال ته شرح کړي.

دوی هیله ښي، چې وروسته له‌دې باید د ښځینه‌و ستونزې حل شي.

میرمن عبیده شرر غور ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې داسې مهال خپل کار پیلوي، چې په وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې له ښځینه وو سره د تاوتریخوالي زیاتره پیښې لکه د رخشانې سنګساریدل، د عزیز ګل وژل او په لسګونه نورو پیښو شاهد وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام