د بلخ په مارمل کې د برېښنا شبکې پرانېسته شوې؛ خو لا هم برېښنا نه‌شته

ولسشمر غني دوې میاشتې مخکې د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې د برېښنا شبکې پرانېسته وکړه؛ خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لا هم برېښنا څخه بې‌برخې دي.

د مارمل ولسوال فضل‌الدین جسور وايي، دې ولسوالۍ کې د برېښنا نه‌شتوالي خلک اوړي کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي‌دي.

ښاغلی جسور وايي، له دوو میاشتو راهیسې یې څو ځلې د بلخ له والي، د الماني شرکت له مسوولانو او برېښنا ریاست سره خپلې ستونزې شریکې کړي؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله تراوسه پورې د مارمل ولسوالۍ برېښنا نه‌ده نښلول شوې‌ده.

د بلخ والي دفتر د سکتوري خدمتونو مشر ذبیح‌الله اختري د مارمل ولسوالۍ اوسېدونکیو د شکایتونو په ځواب کې وايي، د دې ولسوالۍ برېښنا د ښاري شبکې په وېشلو کې د ستونزو له امله، نه‌ده نښلول شوې.

خو د مارمل ولسوال د دې ادعاوو په ردولو سره وايي، د پروژې له پلي‌کوونکي الماني شرکت سره یې خبرې کړي او د مارمل برېښنا ښاري شبکې وېشلو سیستم کې هېڅ ډول ستونزه نه‌شته.

خو بلخ کې د برېښنا رییس نسیم ګنجي، کمپیوټر کې د برېښنايي میټرونو ثبت او د میټر پیسو نه‌ورکول، د مارمل ولسوالۍ د برېښنا په تړلو کې د ځنډ اصلي لاملونه بولي.

د ښاغلي ګنجي په وینا، تر هغو چې د مارمل ولسوالۍ اوسېدونکي د برېښنا ریاست کمپیوټرونو کې خپل میټرونه ثبت نه‌کړي؛ د دې ولسوالۍ برېښنا به ونه‌نښلول شي.

د مارمل ولسوالۍ اوسېدونکي له څوو کلونو راهیسې برېښنا نه‌لري.

د مارمل ولسوالۍ د برېښنا شبکې په پرانیستلو سره د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هیله‌من وو چې کورونو ته به یې برېښنا ورسېږي؛ خو دولتي چارواکي بیا د دې ځنډ اصلي لامل تخنیکي ستونزه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام