یو زلمي خپله کوژدنه د واده د زیاتو لګښتونو له امله وژلې

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ په پشته نور سیمه کې یو زلمي خپله کوژدنه په ګولۍ وېشتلې ده.

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست ضیاالدین ثاقب د پېښې په تایید سلام وطندار ته وویل، په پشته نور سیمه کې جلۍ وروسته له هغې وژل شوې، چې د واده د زیاتو لګښتونو پر سر له جنجال وروسته، د خپل کوژدن سره د تېښتې کولو وړاندیز یې ردکړ.

ثاقب وايي، قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی حطیبي پېښه تاییدوي او وايي، چې دغه جلۍ د خپل کوژدن او د هغه ملګري له خوا وژل شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام