«د پکتیا سیمه‌ییزه اداره تشې ژمنې کوي، نه عمل»

د پکتیا ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، ولایتي اداره يوازې د پروژو پرانيسته کوي خو د عملي کار څرک یې نه لیدل کېږي.

دوی وايي، ولسمشر پکتيا ته وروستي سفر کې د مامورينو ښارګوټی، صنعتي پارک، ګردېز ــ زرمت سړک، د امنيه قوماندانۍ ودانۍ او وارداتي برېښنا پروژې پرانيستې خو له دې ډلې يوازې وارداتي برېښنا ده، چې هغه هم د ډيزلي برېښنا درلودونکیو کورونو ته ورکړل شوې او د نورو پروژو چارې په ټپه ولاړې دي.

د ولايتي شورا مرستیال ایوب غروال وايي، د پروژو له پرانيستو شاوخوا یوه مياشت کیږي خو چارې نامعلوم برخليک سره مخ دي.

دی زیاتوي له بده مرغه پکتیا ولایت ته لا هم د پخواني سیستم مطابق امکانات ورکول کېږي.

مدني فعال جمال الدين اصيفخېل بيا ولايتي اداره تورنوي چې د پروژو په پرانيستو او بې‌ځايه ژمنو خلک تېرباسي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی ياد تورونه ردوي او وايي، د پروژ عملي کولو له‌پاره امنيتي تدابیر نیول شوي چې د ګردېزــ زرمت سړک، مچلغو بند، صنعتي پارک، مامورينو ښارګوټی او د ځېنو نورو پروژو کارونه به نژدې راتلونکې کې پيل کړي.  

پکتیا کې د سړې هوا له امله هر کال ډېرې پروژې نیمګړې پاتې کېږي او اوس هم خلک اندېښنه ښيي چې که د یادو پروژو چارې ژر پيل نه‌شي د تېر په څېر به دغه پروژې نیمګړې پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام