د غریبو خلکو له پاره کرایوي کتابتون

خداداد هغه کتاب پلورنکی دی، چې دا مشهور متل یې ژوندی ساتلی دی: «هم ثواب هم خرما.» هغه د کابل ښار د کتاب پلورنکیو ۴۰ مې او ۵۰ مې لسیزې فرهنګ ته ورګرځېدلی دی او خلکو ته په کرایه کتابونه ورکوي.

خداداد د اقتصاد پوهنځي زده کړیال دی، وايي، چې د زده کړیالانو د کتاب لوستنې له شوق، شور او بې کسۍ نه په بشپړ ډول خبر دی او هڅه کوي، چې په کرایوي توګه د کتابونو ورکولو تېر دود راژوندی او د مطالعې فرهنګ او خپل کار ته پراختیا ورکړي.

د خداداد کتابپلورنځی ډېر کوچنی دی، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې په سلګونو کتابونه، په ځانګړي ډول داستانونه په یوه المارۍ کې په زور ورځای کړي دي. خو د دوکان د تنګې فضا له امله یې کتابونه په یو بل کې ورټوبملي دي. خداداد اړ شوی، چې د کم ځای نه د یو کتاب په ځای کولو کې استفاده وکړي.

هر څوک کولی شي، چې یو کتاب په کرایه واخلي او له لوستلو وروسته بېرته کتاب ورکړي او خپلې پیسې ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، که یو شخص غواړي، چې «د تنهايۍ سل کلونه» ولولي، کولی شي، چې د هرو ۲۴ ساعتونو په بدل کې ۵ افغانۍ کرایه ورکړي او که غواړي، یوځلي کرایه ورکړي نو ۲۰ افغانۍ به پرې کوي.

تراوسه هره میاشته شاوخوا ۵۰ تنه کرایوي لوستونکي لري او خداداد هڅه کوي، چې له بازار او سترو کتابپلورنځیو نه باارزښته کتابونه راوړي او خپل کتابپلورنځي کې کېږدي. هغه په دې باور دی، چې د ده د کتابپلورنځي اوسني کتابونه هم ډېر کم پيداکېدونکي هغه دي او په بازار کې په سختۍ پیدا کېږي.

خداداد وايي، کتابپلورنځی یې ډېر کوچنی دی او د کتابونو د نندارې له پاره کافي ځای نه لري؛ خو علاقه مندانو ته یو، یو کتاب ورښيي او کوښښ کوي، چې هغوی ته د کتاب او د کتاب د لیکوال په اړه معلومات ورکړي.

ښايي د خداداد کار کوم نوښت او یا ستر کار ونه شمېرل شي؛ خو که کتاب پلورنکي، کافي شاپونه، رستورانتونه، روغتونونه او نور بنسټونه، چې له خلکو سره یې مخه ده، د خداداد په شان د کتابونو له پاره المارۍ کېږدي او د کتاب لوستنې فرهنګ دود کړي؛ هېڅوک به له لوست او درس نه لرې نه پاتې کېږي او دا قول به د هېچا له خولې وانه اورېدل شي «کتاب لوستل، د بې کارانو کار دی.»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام