کندوز کې د امنیتي بندښتونو په غبرګون د هټیوالو کار بندیز

اعتراض کوونکي هټیوال وايي چې د نوي کابل‌بانک څانګې موجودیت له امله يې کاري سیمه په پوځي ځای بدله شوې او له امنیتي بندښتونو تر پوزې راغلي.

د کندوز ښار کابل‌بانک سړک شاوخوا ۲۰۰ هټیوالو د کلکو امنیتي بندښتونو په غبرګون کې خپل دوکانونه د اعتراض په توګه تړلي دي.

د حاجي ضیاالحق په نوم اعتراض کوونکي سلام‌وطندار ته وویل د نوي کابل‌بانک څانګې ته د امنیتي ځواکونو تګ را تګ يې نه یوازې د کاروبار سیمه امنیتي ګواښونو سره مخ کړې؛ بلکې سیمه تل د سرتېرو له‌خوا تړل شوي وي او د هټیوالو کاروبار یې زیانمن کړی دی.

د شفیق الله په نوم یو بل اعتراض کوونکی وايي چې د کابل‌بانک څانګه باید بل ځای ته ولېږدول شي.

د کندوز ښار یوشمېر اوسېدونکي هم چې د پیسو اخیستلو له‌پاره کابل‌بانک ته ورغلي وو، وايي دغه بانک ته د امنیتي ځواکونو راتګ سره ټول له برېدونو وېره لري.

دوی د کابل‌بانک له مسوولینو غواړي امنیتي ځواکونو ته دې یوه شعبه ځانګړې کړي او بل ځای ته دې ولېږدوي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د کابل‌بانک مسوولینو نظر هم په راپور کې ولرو خو په دې اړه خبرو ته چمتو نه شول.

د نوي کابل‌بانک څانګې د هلمند او ننګرهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې څو ځله ترهګریز برید لاندې راغلې چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام