
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي نن (سه شنبه اکټوبر۱۸مه) وویل، هغه زرګونه بې ځایه شوي کورنۍ، چې له کندوز ولایت څخه تخار ولایت ته تللي ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی، چې بېرته کندوز ولایت ته لاړ او خپلو کورونو کې ځای پرځای شي.
دوی وايي، چې په کندوز ولایت کې اوسمهال امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي د دغو بې ځایو شویو کډوالو شمېر ۳۰ زره کورنیو شاوخوا بولي.
د دغو کډوالو زیاتې کورنۍ د تالقانو ښار په ۲۰ کیلو مټرۍ کې په رباط دښته کې پراته دي.
دوی وايي، چې د هوا خرابوالي او ژمي په رارسېدو سره په رباط دښته کې د دغو بې ځایه شویو کډوالو اوسيدل خورا سخت شوی دی.

د تخار والي ډاکټر یاسین ضیا وايي، چې له کندوز ولایت څخه هر بې ځایه شوي کورنۍ، چې بېرته خپلو کورونو ته ځي، نو ۱۴ زره افغانۍ نقدې او وړیا ترانسپورټ ورته په پام کې نیول شوي دي.
له بل لوري ځينې نورې کورنۍ، چې غواړي بېرته خپلو مېنو ته لاړ شي ویره لري، چې بېرته وسله وال طالبان د کندوز شاوخوا ټول شوي او د دغه ښار د سقوط امکانات شته.
د دغو کډوالو یو تن عبدالحکیم ادیب وايي، چې دوی د کندوز ولایت د بیا سقوط ویره لري.
د ویلو ده، چې د ملي وحدت حکومت د پېل سره سم تر اوسه د کندوز ولایت دوه ځلي سقوط شوی دی او د دغه سقوط له امله زیاتره اوسېدونکو ته د سر او مال زیانونه هم واوښتل.





