عامې روغتیا ریاست: کونړ کې ۱۳ نیم زره ماشومان د ګوزڼ له واکسینه پاتې کېږي

حکومتي چارواکي او ولسي خلک د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم نه دي توانېدلي چې د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو له لوري د پولیو بند کړی شوي واکسین کمپاین بیا پیل کړي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر عزیز الرحمان ساپي سلام‌وطندار ته وویل، چې داعش او نورو وسله‌والو ډلو د وټه پور ولسوالۍ په کټار، ګمبیر، کلا، قرو، کرونګ، څانګار او ځینو نورو سیمو کې دوه میاشتې مخکې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین پر کمپاین بندیز لګولی.

ښاغلی ساپی زیاتوي اوسمهال په کونړ کې روغتیایي رضاکاران له پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا ۱۶۸ زرو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي تزریقوي، چې له دې شمېره ۱۳ نیم زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس وایي، چې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یې وټه پور کې د واکسینو کمپاین د بیا پیلېدنې هڅه پیل کړي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین سبا د ټول هېواد په کچه پیلېږي؛ خو د کونړ د عامې روغتیا چارواکي هیله‌من نه دي، چې وټه پور ولسوالۍ کې د پولیو پر واکسین لګېدلی بندیز ډېر ژر لېرې شي. 

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ ۲ اوسېدونکیو د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار سره په اړیکه کې په ښکاره د کومې ډلې نوم یاد نه کړ؛ خو دومره یې وويل، چې وسله‌والو د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین بند کړی دی.

دوی له وسله‌والو ډلو غواړي، چې د پولیو واکسین تطبیق ته  اجازه ورکړي.

دیني عالم نجیب الله حقیار وايي، چې د پولیو واکسین چې ماشومان له عمري فلجه ژغوري، تطبیق یې د شریعت له مخې روا دی.  

داعش ډلې  تراوسه د هغوی له لوري د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي.

کونړ کې د داعش ډلې له لوري د پولیو واکسین مخنیوي خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې له دې وړاندې هم یاد ولایت ته د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې سواته راکډه شويو کډوالو او یوشمېر نورو وسله‌والو ډلو د پولیو پر کمپاین بندیزونه لګولي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام