پاکستان د یوې میاشتې په اوږدو کې «یومیلیون او شپږلکه» افغان ګډوال راوباسي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ الله میاخېل سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ د پاکستان مرکزي کابینې پرېکړه کړې هغه شمېر افغان کډوال چې د کډوالۍ اسنادو موده یې پای ته رسېدلې د یوې میاشتې له‌پاره یې تمدیدوي؛ خو د همدې میاشتې په اوږدو کې د تمدید شوې مودې پاې ته رسېدو سره سم به «یو میلیون او ۶۰۰ زره» کډوال له پاکستانه راوباسي.

حفیظ الله میاخېل وايي، دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په ترکیه کې د پاکستان د کډوالو چارو وزیر په ګډون افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ درې اړخیزې غونډې کې په دې هوکړه شوې وه، چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به پاکستان د افغان کډوالو موده وغځوي؛ خو پاکستاني چاروکیو ویلي و، چې دوی به دا موضوع د خپل هېواد له کابینې سره هم شریکه کړې؛ چې تېره ورځ یې شریکه کړې ده.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، د پاکستان دولت دا پرېکړه د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره ټکر لري او پاکستان نه حق نه لري چې په یو اړخیز توګه دغه ډول پرېکړه وکړي.

هغه وايي، ښايي دا پرېکړه سیاسي اړخ ولري. سره له دې چې څه د پاسه یو کال مخکې په درې اړخیزه ناسته کې دا هوکړه هم شوې وه، چې پاکستان به هېڅکله د کډوالو موضوع سره سیاسي چال چلند نه کوي.

ښاغلي میاخېل وویل، دوی به ډېرژر په هغه هېواد کې د خپلو سیاسي نمایندګیو له لارې لاس په کار شي څو د دې کار مخنیوی وکړي.

ده وویل، افغان دولت د دې پلوی دی، چې افغان کډوال باید له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شي خو په پړاویز ډول او عزت سره.

په همدې حال کې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر روستم شاه مومند سلام‌وطندار ته د پاکستان د مرکزي کابینې د تېرې ورځې د پرېکړې پخلی وکړ او ویې ویل، د پاکستان دولت دا پرېکړه سیاسي اړخ لري او د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره نېغ په نېغه تړاو لري.

ښاغلی مومند زیاتوي، دا پرېکړه د پاکستان په زیان ده او په وینا یې د کډوالو موضوع بشري اړخ لري نه باید سیاسي شي.

هغه وویل، د پاکستان دولت دې له امریکا سره خپلې ستونزې په خپله حل کړي نه باید چې افغان کډوالو په کې راښکېل کړي او زیاتوي، دا چاره د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ د واټن لامل کېږي او د پاکستان پر وړاندې به د افغانانو کرکه لا زیاته کړي.

د پاکستاني دولت پرېکړې په اړه مو په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (UNHCR) غبرګون وپوښت سره له دې چې ویاند یې نادر فرهاد د ادارې رسمي نظر څرګندولو ژمنه وکړه؛ خو د بیا بیا اړیکو سره یې ځواب رانه کړ.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د سرتاسري ټولنې رهبرۍ شورا غړي ملک اول خان ماخېل سلام‌وطندرا ته وویل، دغې پرېکړې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ډېر اندېښمن کړي.

ملک اول خان وویل، د افغان کډوالو د سرتاسري ټولنې رهبرۍ شورا په پاکستان کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د کډوالو په اړه د ټاکل شوي استازي سره په دې موضوع خبرې وکړي؛ خو بریالي نه شول.

دی وايي، په دې تړاو یې له یوشمېر پاکستانیو چارواکیو سره خبرې اترې کړي او ورته ویلي دي، چې نن ورځ یوځل بیا د پاکستان مرکزي کابینه د همدې موضوع په تړاو بېرته غونډه لري او شونې ده، په دې پرېکړې له سره غور وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام