
د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د خوست د ځېنو ولسوالیو په هټیو کې پر ماشومانو داسې کتابچې پلورل کېږي چې پر پوښونو یې پاکستاني جنګي وسایل، بیرغ او د چارواکیو عکسونه رسم شویدي.
خوستوال دې کار اندېښمن کړي او وایي پهدې ډول یې ماشومان د زدهکړو پر ځای له جګړو سره لېوالتیا او له خپل هېواد سره کرکه پيدا کولی شي.
دوی له هټیوالو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دا کتابچې ونه وېشل شي ځکه چې د زدهکوونکیو پر ذهنونو ناسم اغېز کوي.
د دې کتابچې دپاسه لیکل شوي: «زموږ غټ دوښمن هغه دی چې له بچیانو سره جنګ کوي.»
د خوست ښوونکي وایي، پاکستان غواړي چې زموږ د بچیانو ذهنونه جنګونو ته اماده کړي.
د خوست پوهنې رییس نصیراحمد روښان هم له یادې موضوع خبر دی او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوي.

دی ډاډ ورکوي چې پهدې اړه یې امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړی چې د دې کار مسوول کسان ونیسي او قانوني برخورد ورسره وکړي.
د خوست امنیه قوماندان اخترمحمد نورزی بیا وایي، دوی کشفي او استخباراتي ارګانونو سره خبرې کړي او ژر به هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې یادې کتابچې یې ښار او ولسوالیو کې وېشلي دي.
لهدې مخکې هم د یو شمېر خصوصي ښوونځیو په اړه شکایتونه شوي چې ګواکې د افغاني نصاب پر ځای زدهکوونکیو ته زدهکړې په بهرني نصاب ورکول کېږي؛ خو د پوهنې ریاست دا نه مني او وایي په یو شمېر خصوصي ښوونځیو کې یو نیم مضمون د زده کوونکیو د ذهني پرمختګ په موخه تدریسېږي.
ورته مطالب:
د هند او پاکستان ترمنځ ترنګلتیا؛ په افغانستان کې نیابتي جګړه پېښوي





