ننګرهار کې سېلابونو د ۱۵ ماشومانو او یوې ښځې ژوند واخیست

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وايي چې د دغه ولایت د کوز کونړ ولسوالي اړوند په زوړ کلي کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د يوې ښځې په ګډون ۱۶ ماشومان مړه او څلور نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د يوه شهيد شوي ماشوم جسد تر دې دمه نه دی موندل شوی او د موندلو هڅې يې روانې دي.

همداراز په سيمه کې لسګونه کورونه او ملکيتونه تخريب شوي دي.

د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند پر ياده پېښه خواشيني ښودلې او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چې سيمې ته د ژغورنې په موخه ټيمونه او بېړنۍ مرستې ولېږي.

په سيمه کې د ولسوال په مشري دولتي مسوولان د ولسي خلکو په همکاري د جسدونو موندلو او د پاتې کسانو ژغورنې په موخه فعاليت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام