پکتياوال: د موقت حکومت جوړېدل غندو

په پکتیا کې شاوخوا ۶سوو قومي‌‌مشرانو، د ولسي جرګې ځېنو نوماندانو، د ولایتي شورا غړیو او سپين‌ږیرو په یوې غونډې کې د سولې او نظام ملاتړ وکړ او د موقت حکومت جوړېدل یې وغندل.

دغه غونډه ـ چې د پکتيا ژوغونې په نوم شورا جوړه کړې‌وه ـ ګډونوالو يې د موقت حکومت په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې.

د پکتيا ژغورنې شورا مشر انجنيرتاج ګردېزي وویل، د خلکو د شته ستونزو په اړه به غږ پورته کړي او چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د پکتيا او په ټوله کې د هېواد ګټې تر پوښتنې لاندې راولي.

ده د پکتيا د پوهنې، روغتيا او په ادارو کې د فساد د مخنيوي غوښتنې تر څنګ وويل، يو شمېر کسان د سولې له نومه د ځان په ګټه کار کوي او د بهرنيو کړيو په غوښتنه موقت حکومت غواړي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمان قادري وويل، موقت حکومت يو ځل افغانانو تجربه کړی او بل ځل يې چا ته د جوړيدلو اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلي قادري همداراز زیاته کړه، دوی جوړ نظام لري او له يو شمېر سياسي ګوندونو او څېرو یې وغوښتل چې د ګاونډيونو د غوښتنو تمثيل پرېږدي.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمدحنیف اتمر موقت حکومت ته لومړيتوب ورکوي او له دې سره يو ځای د پاکستان صدراعظم هم ورته خبره کړې‌وه چې د افغانستان لانجه موقت حکومت حلولی شي چې خلکو يې پر وړاندې په ټولنيزو رسنيو او غونډو کې توندې نيوکې وکړې.

ورته مطالب:

پکتیا لاریون؛ طالبان دې د پردیو په لارښوونه تخریب نه‌کوي

پکتیا کې د پاکستانیو کلدارو بندیز خلکو ته ستونزې پیدا کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام