هرات کې پر کورونا ۱۵ شکمن اخته کسان مړه شوي

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان په دغه ولایت کې پر کورونا د ۱۵ شکمنو اخته کسانو د مړه کېدو خبر ورکوي.

د دغه ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسان چې د کورونا سختې نښې نښانې یې لرلې د دغه ولایت د کورونا په شیدايي روغتون او ۴ نور هم په خپلو کورونو کې د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو کسانو نمونې اخیستل شوي او تر سبا به یې پایلې روښانه شي.

شېرزی زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۷۶ شکمنې نمونې هم کتلي چې له ډلې نه یې د ۱۵۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغو تازه شمېرو په ثبت سره، په هرات کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳ زره او ۸۶۶ ته رسېدلی چې له ډلې یې ۸۱ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام