
د پکتیکا عامې روغتیا رییس وليګل خروټي سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په درېیوو ولسوالیو، ګومل، خیرکوټ او برمل کې د پولیو پر واکسینو بندیز ولګولو.
ده زیاته کړه چې پهدې ولسوالیو کې به شاوخوا ۴۵ زره ماشومان له واکیسنو پاتې شي.
څو میاشتې مخکې هم پکتیکا کې طالبانو د پولیو پر واکسینو بندیز لګولی و چې له دوه ورځني بندیز وروسته بېرته اجازه ورکړل شوه.





