د روح‌الله څوارلس کلن امنیتي خدمت او خاطرې

روح‌الله د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

 دی که څه هم له عمره کم ښکاري؛ خو شاوخوا څوارلس کاله کېږي چې د پوليسو په لیکو   کې يې بېلابېلې دندې لرلې دي.

دی وايي، په لومړیو کې یې په معاش د ټولې کورنۍ ګزاره نه‌ کېدله؛ خو د وخت په تېرېدلو سره يې معاش لوړ شوی او اوس یې پرې د کورنۍ ښه ګزاره روانه‌ ده.

دويم څارن روح‌الله زیاتوي، شاوخوا څوارلس کاله کېږي، چې د پوليسو په ليکو کې په دنده بوخت دی.

دی زیاتوي لومړی یې د پولیس سرتېري په توګه د دندې د اشغال له‌پاره د پولیسو په روزنيز مرکز کې زده‌کړه پيل او د جګړې بيلابېل تکتيکونه زده کړل.

روح‌الله د څوارلس کلن خدمت په اوږدو کې اوس د پکیتا په مرکز ګردېز کې د ريزرف ټولي قوماندان دی.

روح‌الله ته لس کسیزه کورنۍ ور له غاړې ده.

ده وويل، څلور ماشومان لري او هر وخت يې د حال پوښتنه کوي.

روح‌الله په تېرو څوارلسو کلنو کې په سختو ورځو سره مخ شوی، چې په وينا يي، تر ټولو ترخې شېبې ـ چې د هېرېدلو نه وې ـ د جګړې په ډګر د ملګرو له لاسه ورکول دي.

خو د روح‌الله تر ټولو ښه خاطره د تېر کال په واړه اختر کې د دولت له وسله‌والو مخالفو سره اوربند دی چې درې ورځې يې په خوښۍ، خوشالۍ او په ارامۍ کې تېرې کړې.

د ده په خبره، له څوو کلونو وروسته يې کليوال او ملګري وليدل چې د ده په وينا، تر ټولو ښې ورځې يې همدا وې.

په ټولنیز لحاظ هر کسب ځانګړي مينه‌وال لري، څوک غواړي ښوونکی شي، څوک د طب او انجنیري له لارې غواړي ټولنې ته خدمت وکړي، خو روح‌الله بيا له کوچنیوالي د پولیسو له لیکو سره مینه‌ لرله او له پخوا يې د وطن مينه په زړه کې وه چې د خلکو او خاورې ساتنه وکړي.

د روح‌الله د کوټې انډیوال د هغه زړورتيا ستايي او وايي، له دوی سره يې چلند ښه دی.

خالد چې په ـ ټولي کې ورسره سرتېری دی ـ وايي چې روح‌الله له ټولو سرتېرو سره ښه چال چلند کوي او په همغږي سره دنده مخته وړي.

روح‌الله وايي، د دوی شعار خدای، وطن او دنده ده او د خپل مسووليت له‌مخې به د لوی خدای په مرسته په مېړانه د خپلو خلکو او خاورې ساتنه کوي او دی دا د ټولو سرتېرو مسووليت بولي.

ورته مطالب:

سرتېری؛ د خلکو په مینه او ښې رویې روحیه اخلي

سرتېری: بریالي عملیات مې خوږې خاطرې دي

سرتېری: چې بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاتې وي؛ جنګېږم

سرتېری؛ د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام