د وچ‌کالۍ او څارویو د ضایع کېدو په اړه د ولسي جرګې د غړیو اندېښنې

د جرګې په نننۍ غونډه کې ځېنو وکیلانو د وچ‌کالۍ د ناوړو پایلو په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې په فراه، کندز، تخار، فاریاب او ځېنو نورو ولایتونو کې څاروي د وخو د نه‌شتوالي له امله په ارزنه بیه پلورل کېږي او دې چارې د شپونکیو او مالدارانو اندېښنې زیاتې کړې‌دي.

په ولسې جرګه کې دبادغیس د خلکو استازي  قاضي عبدالرحیم وویل چې حکومت د طبيعي پېښو په اړه په ځانګړي توګه د وچ‌کالۍ په اړه هېڅ چمتووالی نه‌لري او دا د دې امکان لري چې ډېر څاروي تلف شي. د ده په خبره، سږکال په بادغیس کې یو میلیون او ۳۰۰ زره څاروي د ضایع کېدو په حال کې دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او روان کال کې وچ‌کالي بې‌مخینې ده.

ده همدارنګه وویل چې دا موضوع یې څو ځلې له حکومت سره شریکه کړې؛ خو لا هم په‌دې اړه اقدام نه‌دی شوی.

ښاغلی ابراهیمي وړاندیز کوي چې حکومت باید د څارویو په اړه د ترکمنستان له چارواکیو مرسته وغواړي.

د ولسي جرګې رییس اختصاصي کمېسیون ته دنده وسپارله چې له زراعت وزارت او نورو اړوندو بنسټونو د څارویو د خوندیتابه په پار جدي پوښتنې وکړي.

د یادونې ده چې له‌دې مخکې به حکومت د وچ‌کالۍ او د څارویو له‌پاره د څړځایونو د کموالي پر مهال له ترکمنسانه غوښتنه کوله چې د دواړو هېوادونو پولي ته څېرمو سیمو کې افغاني څارویو ته د څړېدا په پار اجازه ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام