نظرپوښتنه: ۲۲٪ برخه‌وال بې له واده جنسي اړیکې غواړي

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتوت نن (په افغانستان کې د ځوانانو جنسي کړه‌وړو او لید) تر نوم لاندې کړې څېړنې پایلې اعلان کړې.

د دې بنسټ د موندنو پر اساس، ۲۲ سلنه پوښتل شویو کسانو مخالف جنس سره بې له واده جنسي اړیکو نیولو په اړه مثبت لید لرلو.

د دې څېړنې پایلې له یو زرو ۳۵۰ کسانو سره ـ چې عمرونه يې د ۱۵ تر ۳۴ کلونو ترمنځ دي – د هیواد له ۱۰ سترو ښارونو ترلاسه شوې‌دي.

د دې څېړڼې څېړونکې صدیقه بختیاري وايي چې په‌دې څېړنې کې له ماشومتوب وروسته د ځوانانو او تنکیو ځوانانو جنسي کړه‌وړه او لید څېړل شوی‌دی.

مېرمن بختیاري زیاتوي چې د پوښتل شویو کسانو له ډلې ۲۲ سلنه هغو يې مخالف جنس سره بې له واده جنسي اړیکو په اړه مثبت لید، ۴۴ سلنه هغو يې مخالف او شاوخوا ۲۰ سلنه نورو يې ویلي، هغه نجونې او هلکان چې له یو بل سره بې له واده جنیسي اړیکې ټینګوي؛ باید سنګسار شي.

ارواپوه روح‌الله امین وايي چې د انسان جنسي غوښتنې داسې څه نه‌دي چې وځپل شي او یا يې هم ترې انکار وکړي.

د دغه ارواپوه په وینا، د جنسي غوښتنو ځپل سببېږي چې دغه ځواک د افرادو ژوند له یوې بلې برخې په یوه بله بڼه څرګند شي او که په‌دې اړه کافي پوه وي کنټرولېدلی شي.

څېړونکی او لیکوال خالد خسرو وايي، د افغانستان اقتصادي جوړښت یو نرواکۍ جوړښت دی او ښځینه اوس هم د ملاتړ او ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب له اړخه کورنیو پورې تړلې دي او کورنۍ هم د نارینه‌وو په کنټرول کې دي ځکه چې څېړنې ښيې اوس هم نارینه د کورنیو ګټیالي دي.

په‌دې څېړنې کې راغلي چې ۹۰ سلنه پوښتل شویو کسانو له حکومته غوښتي چې د جنسي مسایلو د ښوونې زمینې برابرې کړي او وايي چې دغه جنسي امر ته نه پاملرنه ځوانان ناسمو لوریو ته مخېږي.

د دغه راپور پر بنسټ، د زده‌کړو کچه، کډوالۍ، دینداري او له ټکنالوژي استفاده هغه عوامل دي چې د جنسي اړیکو په اړه د ځوانانو لید سره مستقیمه اړیکه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام