ایران تېره اوونۍ له ۱۰ زرو ډېر افغان‌ کډوال په زور ویستي دي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ‌احمد میاخېل سلام وطندار ته وویل چې په روان زېږدیز کال کې له ایران او پا کستانه د افغان کډوالو د راوتلو او را ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې‌ده.

ښاغلی میاخېل زیاتوي، ایران یوازې تېره اوونۍ له ۱۰ زرو ډېر افغان کډوال راویستي چې ډېر یې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو.

د ده په وینا، له ایران سره نوې جوړه شوې ګډه کمېټه ایران ته د قانوني تګ – راتګ، ثبت او راجستر اسانه کولو، د کډوالو د ژوند د ښه والي تابیا او د جبري ایستلو او ناقانونه تګ – راتګ مخنیوي هڅه کوي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار په باور، له ایرانه نسبت پاکستان ته د اجباري ایستلو کچه لوړه ده.

ښاغلي میاخېل دا هم وویل چې په روان زېږدیز کال کې له ترکیې نه څه باندې ۸ زره افغان کډوال را ستانه شوي چې کې یې هغه په زور را ویستل شوي‌دي.

دی وایي، افغان حکومت د افغان کډوالو د وضعیت څرنګوالي په اړه یې د خبرو ـ اترو له‌پاره ترکي چارواکي کابل ته رابللي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام