په سمنګان ولایت امنیتي چارواکي په شخصي لګښت سرتېرو ته پوستې جوړوي

د سمنګان ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د دې ولایت د امنیې قوماندان د نه پاملرنې له امله په شخصي لګښت یې سرتېرو ته پوستې جوړې کړي دي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار د درېیمې حوزې امر سید بشیر سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې څو ځلې یې له امنیې قوماندانۍ د سربازانو له پاره د پوستو جوړلو غوښته کړې، خو د بودیجې تخصیص نه شتوالي له امله یې په خپلو پیسو سرتېرو ته پوستې جوړې کړي دي.

دی وايي، دغه کار یې د سرتېرو د روحیې د پیاوړتیا له پاره کړی دی.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د ایبک ښار د درېیمې امنیتي حوزې امر انځورنه خپاره شول، چې نوموړی له خامو خښتو د پوستو له پاره دېوالونه جوړوي.

د سمنګان ولایتي شورا غړی محمد هاشم سروري وايي، د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ نه پاملرنه د پولیسو منسوبینو د روحیې ضعف لامل شوې او ډېرو هغو یې دندې خوشې کړي دي.

د ولایتي شورا د غړي په وینا، د سمنګان پولیسو لوجستیک کم دی او د دې ولایت د پولیسو وسلو او لباسونو ته پاملرنه نه کېږي.

سروري وايي، چې د دې ولایت د پولیسو درېیمه حوزه له څو کلونو راهیسې په کرايي سیمه کې فعالیت کوي او له څو میاشتو راهیسې د امنیې قوماندانۍ له خوا دغه کرایه هم نه ده ورکړل شوې.

محمد هاشم سروری خبرداری ورکوي، چې که د کورنیو چارو وزارت په همدې ډول د سمنګان پولیسو ته نه پاملرنه وکړي امنیت حالت به په دې ولایت لا خراب شي.

دی وايي، د کافي تشکیلاتو نشتوالی او د پولیسو نه امکانات د دې لامل شوي، چې د سمنګان ولایت په ځینو سیمو کې طالبانو له خلکو باج واخلي.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ نظر هم واخلو، خو د بیا بیا اړیکو په نیولو هېچا ځواب رانه کړ.

سمنګان د افغانستان نسبي امن لرونکی ولایت دی، چې د دغه نسبي امن له امله مرکزي حکومت هم ورته کمه پاملرنه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام