
د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د یو پلاوي د تفتیش رییس اسلامالدین نن د ابتدایې محکمې په علني جلسه کې په ۵ کاله بند او ۱۳ زرو امریکايي ډالرو نقدي محکوم شو.
اسلامالدین چې څه موده مخکې د یو پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت ښاروالۍ د یو کال د کړنو د بررسي لهپاره دې ښار ته تللی و؛ د پلاوي له دوو نورو غړیو سره د ۱۳ زرو امریکايي ډالرو د رشوت په تور ونیول شو.
د اداري فساد پر ضد د ابتدایې محکمې رییس عبدالهادي وثیق نن د دې محکمې په یوې علني غونډې کې اسلامالدین په ۵ کاله بند او ۱۳ زرو امریکايي ډالرو نقد محکوم کړ او ۲ تنه نور یې د کافي سندونو د نهشتوالي له امله بېګناه اعلان کړل.
ښاغلي وثیق زیاته کړه، دا حکم وروستی نهدی او محکوم د استېناف غوښتنه کولی شي.





