
د بغلان یو شمېر زده کړیالان وايي، په ناامنو سیمو کې د بغلان د پوهنتونونو موقعیت د دې سبب شوی، چې کورنۍ یې زده کړو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د بغلان پوهنتون د ژورنالیزم، ښونې او روزنې، کرنې، اقتصاد او انجنیرۍ څانګو زدهکړیالان وایي، د دې له پاره چې پوهنتون یې له ګواښ سره مخ دی؛ کورنۍ یې زده کړو ته د تګ اجازه نه ورکوي.
دوی زیاتوي، د جګړو پر مهال د پُلخمري ښار د حسین خېلو او زمانخېلو په سیمو کې چې پوهنځي په کې جوړ شوي؛ په وار ـ وار طالبان او امنیتي ځواکونه سره نښتي دي.
د بغلان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زدهکړیاله فاطمه نیازبین وایي، د بغلان پوهنتون د ډېرو څانګو په څلورو خواوو کې طالبان موجود دي، چې له وېرې یې کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې پوهنتون ته لاړه شي.
د دې په خبره، اوس هم په سیمه کې د جګړې امکان شته.

د بغلان د لوړو زده کړو رییس خلیل احمد کانجو د بغلان د پوهنتون د زدهکړیالانو ستونزې مني؛ خو وایي، چې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
د کانجو پر وینا، د بغلان پنځه پوهنځي د پُلخمري ښار په حسین خېلو سیمه کې دي، چې اوسمهال هېڅ ډول امنیتي ستونزه نه لري، خو د سیمې ناامنۍ ښوونکي او زدهکړیالان له رواني اړخه اندېښمن کړي دي.
د کندوز ښار د ځېنو سیمو له سقوط وروسته، د جګړو لمنه د بغلان حسین خېلو او زمان خېلو سیمو ته راورسېدله، چې د دې ولایت د ژورنالیزم، ښونې او روزنې، اقتصاد او انجنیرۍ پوهنځي په همدې ځای کې دي.





