
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو په ډېرېدو سره به دغه ولایت قرنطین شي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو مسوول محمدفهیم شریفیار وايي، په دغه ولایت کې یې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.
د نوموړي په وینا، د یادې ناروغي د کنټرول لپاره په بلخ کې یو ۳۰۰ بستریز روغتون هم ځانګړی کوي.
هغه زیاتوي، یوشمېر ځوانان په دغه ولایت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.
تر اوسه په ټول هېواد کې د کورونا ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۳ کسان مړه شوي او هرات د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې مثبتې او شکمنې پېښې لري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، کورونا ویروس په ټولنه کې خپور شوی او پرې د اخته کسانو پېښې هم په ډېرېدو دي.





