.jpg)
که څه هم افغان ټولنه کې د غیرشرعي تعویذ او کوډو لیکولو خبره نوې نه ده، خو هلمند کې يې د مخنیوي هڅې پیل شوي، څو د داسې کسانو مخه ونیسي چې خلک په دغه ډول تعویذونو تېر باسي او پيسې ورنه اخلي.
د هلمند د حج او اوقافو رییس محمد داوود مدقق وايي، د غیرشرعي تعویذونو او کوډو مخنیوي برخه کې د احتساب په نوم ځانګړی کمیسیون جوړ شوی، چې د ګڼ شمېر دولتي ادارو استازي پکې ګډون لري.
هغه وویل، دغه کمیسیون ځینو مواردو کې د کوډګرو د فعالیت مخه نیولې او یو شمېر کسانو تر نیول کېدو وروسته له دغه کار د لاس اخیستو لیکلې ژمنې هم کړې دي.
هلمند کې یو شمېر دیني علما غیرشرعي تعویذونه او کوډې د کورنیو غړیو ترمنځ د نفاق او شخړو زیاتولو اصلي لامل بولي.
د هغوی په وینا، د ټولنې د اصلاح او د غیرشرعي کړنو مخنیوي لپاره باید ولس او مسوولې ادارې لاس په کار شي او د خرافاتو مخه ونیسي.
د نورو ولایتونو په توپیر هلمند کې یو شمېر غږیزې رسنۍ د ډول ډول ناروغیو او د پېريانو مخنیوي لپاره اعلانونه خپروي او د تعویذ لیکوونکيو پتې او معلومات هم وړاندې کوي.
دا چې راډیوګانې د کومو اصولو له مخې د غیرشرعي تعویذ لیکوونکيو اعلانونه خپروي، د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ یې په اړه وايي:«رسنیو کې د غیرشرعې تعویذ لیکوونکيو پر وړاندې مو اقدامات کړي، موږ دوې رسنۍ د رسنیو د تخطیو مرکزي کمیسيون ته ور وپېژندلي، دغو رسنیو زموږ د بېلابېلو غوښتنو پر خلاف د غیرشرعې تعویذګرو اعلانات خپرول، د وزارت له لوري اخطاریه ورکړل شوې، څو نور په رسنیو کې دغه اعلانات بند کړي.»
ویاړ زیاتوي، که رسنۍ بیاځلې د اعلانونو خپرولو کې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د هلمند د حج او اوقافو ریاست له دې ګام نه عام ولسونه هم خوښ دي او هلمنديان وايي چې د دې کار ملاتړ يې کوي.





