د لویې جرګې څنډه؛ د ګډونوالو ویستل او وهل‌ټکول

د سولې مشورتي لویې جرګې ځېنې ګډونوالو سلا‌وطندار ته وايي چې امنیتي ځواکونو له دوو معترضانو سره ـ هغه مهال چې غوښتل یې د ولسمشر او د جرګې د رییس د وینا پرمهال خبرې وکړي ـ بد چلند کړی او هغه یې په وهلو‌ټکولو سره له تالاره ویستلي دي.

د شاهدانو په خبره، یو ځوان هغه مهال چې ولسمشر «د سولې مانع وګڼلو»، په لویې جرګې کې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو او بل ځل یوه ښځه وه چې د عبدالرب رسول سیاف د خبرو پرمهال یې اعتراض وکړ چې د ولسمشر د ساتونکیو له‌خوا ورسره ناسم چلند وشو.

د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال وايي چې د جرګې په داخل کې حاکمانه فضا حاکمه ده او ډېر امنیتي ځواکونه هم موجود دي.

ولسمشر غني د یو ګډونوال د اعتراض په مهال وویل چې «له خبرو تېر شي او دا یې ځای نه‌دی» او «خپلې خبرې دې د کمېټو په چوکاټ کې بیان کړي»

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د سولې مشورتي لویې جرګې د مسوولانو نظر هم واخلو؛ خو بریالي نه‌شولو.

تر دامهال د دې دوو کسانو د برخلیک په اړه ـ چې په زوره د جرګې له تالاره ویستل شوي ـ هېڅ اطلاعات په لاس کې نه‌شته.

له رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رییس نوید محمد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې له معترضانو سره بدچلند او د هغوی مخنیوی د اساسي قانون او بیان ازادۍ خلاف عمل بولي. ښاغلی محمدي وايي د افغانستان اساسي قانون د بیان ازادۍ ضمانت کړی او هر ښاروند ته یې د وینا ازادۍ حق ورکړی‌دی.

د سولې مشورتي لویه جرګه ۳۲۰۰تنه غړي لري چې د هر غړي نظر د کمېټې په چوکاټ کې بحث کېږي. د سولې مشورتي لویې جرګې د دایرولو کمېسیون مشر محمدعمر داودزی وايي چې په هره کمېټه کې د ګډونوالو د حقوقي مدیریت له‌پاره دوه تنه دولتي ماموران موظف شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام