د معترضانو او د ټاکنو کمېسیون د پلاوي خبرې اترې بې‌پایلې دي

 

د غزني معترضان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون له‌خوا له ورلېږل شوي پلاوي سره پایلې ته له نه رسېدلو وروسته خبر ورکړ چې د دوی پرلت به همداسې دوام وکړي.

د دې معترضانو له جملې یو سرلاری خلیل‌الله هوتک وايي، د ټاکنو حوزوي کول د دوی بنسټیزه غوښتنه ده. ښاغلی هوتک د خپلې دې غوښتنې اصلي لامل ناامني ګڼي.

په ورته وخت کې د معترضانو بل سرلاری عبیدالله سادات وایي، غزني کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر کارکوونکیو کې د بدلون راوستلو په برخه کې د مرکزي کمېسیون له پلاوي سره هوکړې ته رسېدلي؛ خو د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنې ته د رسېدو له‌پاره به ولسمشر سره وګوري.

دوی وايي، تر څو چې له ولسمشرغني سره پایلې ته نه وي رسېدلي؛ د اعتراض ختمولو پرېکړه نه‌شی کولی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی حفیظ‌الله هاشمي چې د دغه پلاوي په راس کې غزني ته تللی و، وايي چې د اعتراض‌کوونکیو هغو غوښتنو ته به پام وشي چې د کمېسیون په وس کې وي؛ خو د دوی له توانه پورته غوښتنې لکه د ټاکنو حوزوي کېدل؛ هغه به ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر کارکوونکیو کې بدلون، د ټاکنو حوزوي کېدل، په تذکرو کې د سټیکر نه لګول او د غزني د ناامنو ولسوالیو امنیت تامینول، د پرلتوالو له اصلي غوښتنو شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام