په روژې میاشت کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د نورو ورځو په پرتله په روژې میاشت کې د خوراکي توکیو بیې له ۱۰ تر ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

د هرات، تخار او بدخشان ولایتونو د اوسېدونکیو په وینا، د خوراکي توکیو په بیو کې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو ډېروالی راغلی دی.

د بدخشان اوسېدونکی زمان‌الدین او د هرات اوسېدونکی غلام رسول وايي، په بازارونو کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي او مسوولو ادارو یې هم تر اوسه د کنټرول لپاره هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

دوی وايي، په روژې میاشت کې د یوې بوجې اوړو بیه له ۱۲۰۰ افغانیو نه ۱۵۰۰ ته لوړه شوې او همداسې د نورو توکیو بیو هم لوړې شوي او په‌کار ده چې هټۍ‌وال او د خوراکي توکیو پلورونکي په‌دې میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره د ظلم پر ځای انصاف وکړي.

که څه هم په بازارونو کې د بیو لوړوالي لامل سوداګر بلل کېږي، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړوالی او په روژه کې بازار ته د خلکو ډېره مراجعه لام شوې چې د توکیو بیې لوړې شي.

اړوند مطالب:

ننګرهار او کونړ کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي

د نوموړي په وینا، د خوراکي توکیو بیې د نړۍ په بازارونو کې ثابتې دي او یوازې په افغانستان کې لوړې شوې دي. الکوزی زیاتوي، سوداګرو د توکیو بیې نه‌دي لوړې کړي، هټۍ‌وال او د سړک‌غاړې پلورونکي پر خپل سر د توکیو بیې لوړوي چې حکومت یې باید د کنټرول په برخه کې مداخله وکړي.

په همدې حال کې د یو شمېر ولایتونو سیمه‌ييز مسوولان په بازار کې د نرخ د کنټرول لپاره د ځانګړیو کمېسیونونو د جوړولو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وايي، په‌دې برخه کې یې کمېسیون جوړ کړی چې هغوی به په بازار کې څارنه وکړي او د توکیو بیې به کنټرول کړي.

که څه هم مسوولان د توکیو د بیو کنټرول لپاره د ځانګړیو کمېسیونونو د جوړېدو خبر ورکوي، عام خلک وايي چې په بازار کې د خوراکي توکیو بیې ورځ تر بلې لوړېږي.

اوس په بازار کې د یوې ۲۵ کیلويي ښو هندي وریجو بیه له ۲ زره افغانیو ۲۵۰۰ او ۳ زرو ته لوړه شوې او یوه بورۍ اوړه هم له زر افغانیو نه ۱۳۰۰ او ۱۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي. د نورو خوراکي توکیو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام