ښاري ټګسيانې په مخکې څوکۍ کې له دوو کسانو نه تېریږي

شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل ټرافیکو د ښاري موټرو په مخکې څوکۍ کې د دوو کسانو کېنولو مخنیوي مقرره طرحه کړه او د ښاروالۍ دغه پروګرام لومړیو کې د ښار یوشمېر برخو کې پلی کېده؛ خو اوس د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ټرافیکو له نه کنټرول نیوکه کوي.

د هغوی په وینا، موټرچلوونکي د ټرافیکو په کیسه کې نه دي او د موټرو مخکې څوکۍ کې دوه کسان کېنوي.

دوی وايي، د کابل ټرافیک باید د دې مقررې په عملي کولو کې جدي ووسي، کنه نو ستونزې به یې له پخوا لا ډېرې شي.

د کابل اوسېدونکې حنیفه وايي:«دا ښه کار نه دی چې په مخکې څوکۍ چې د یو کس له‌پاره جوړه شوې؛ دوه کسان په کې کېنول شي.»

د نجیب په نوم یو بل هېوادوال سلام‌وطندار ته وویل، یو څه وخت به ټرافیکو په ځېنو سړکونو کې کنترول کولو او اجازه یې نه‌ورکوله چې په مخکې څوکۍ کې دوه تنه کېنوي، خوس دا کنترول درول شوی دی.

دغه‌راز یوشمېر نور ښاري موټر چلونکي له دغه وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، مخکې څوکۍ کې د دوو کسانو کېنول ځېنې وخت د ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

یو تن ټکسي چلوونکی سخي محمد وايي، لس کاله کېږي چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي. هغه وايي:«څوک چې مخې څوکۍ کې دوه کسان کېنوي لومړی خو خپله د موټر چلوونکي لاس بندیږي او ان کله وخت د پېښې لامل هم کېږي.»

خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني وايي، کابل ټرافیک هره ورځ د ښار یو شمېر برخو کې نظارت کوي او سرغړونکي جریمه کوي.

د ښاغلي سلطاني په وینا، د دې مقررې پلي کول ډېر وخت ته اړتیا لري.

سلطاني وايي، د موټر چلوونکیو د سرغړونو څېړنو له‌پاره یې ۳۵ نوي کارکوونکي نیولي او ډاډ ورکوي چې د کارکوونکیو شمېر په زیاتېدو سره به د کابل ښار په ټولو برخو کې د سیارو ګزمو ډلې ځای پر ځای کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام