
مهتاب هغه ۱۸ کلنه پېغله ده، چې له ورکېدو ۲ ورځې وروسته یې یوازې دوه لاسونه پېدا شوي دي.
د مهتاب پلار وايي، لور یې د کورني کار له پاره د ګاونډي کور ته تللې وه، چې بېرته رانغله.
نوموړې د فرا ولایت د کاه کلا ولسوالۍ ده او لاسونه یې د وليو له اړخه پرې شوي دي.
هغه عیني شاهدانو، چې د پېښې په ځای کې یې د مهتاب پرې شوي لاسونه کتلي سلام وطندار ته وویل، چې په قوي احتمال چې د مهتاب لاسونه په کش کولو له هغې غوڅ شوي دي.

د مهتاب پلار وايي، زیات کوښښ یې وکړ، چې په هماغه ورځ خپله لور پېدا کړي؛ خو بریالی نه شو، هغه زیاتوي چې له ورکېدو یو ورځ وروسته یې د خپلې لور لاسونه د یو کلي په څنډه کې په داسې حال کې پيدا کړل چې خاورې پرې اړول شوې وې.
د پولیسو د امنیه قوماندانۍ جنايي امر عبدالرقیب په دې اړه وايي، چې د وژل شوې پېغلې د جسد د موندلو او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو له پاره یې لټون پيل کړدی، چې ژر به یې اصلي عامل ونيسي.
دفرا ولایت جنايي امر زیاتوي، د نوي کال له پیل را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د یو داسې ویروونکې بدې پېښې سره مخ کيږي.





